کورني خبرونه

پر خوست او پکتیکا د پاکستاني جیټ الوتکو تازه بریدونه

د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو یو ځل بیا د افغانستان ملي حاکمیت نقض او بمبار یې وکړ

د پاکستان الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغه، لمن او پیتاوګي سیمو بمباري کړې ده. په بمباري کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ور کړل شوي. دا بمبار کابل ته په افغان چارو کې د پاکستاني استازي له تګ سره هممهاله دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، لومړۍ جنګي الوتکې پر میرعلي او تپي سیمه الوتنې پیل کړې، وروسته یې افغانستان ته مخه کړه او هلته یې بمونه وغورځول.

په پکتیکا کې یوې سرچینې وویل چې دغه هوايي بریدونه د برمل ولسوالۍ په لمن، مرغه او ولې واست سیمو کې شوي دي. سرچینه وايي، چې لومړی دوه بې پیلوټه الوتکې راغلې او وروسته جیټ الوتکو پر مختلفو سیمو بمونه وغورځول. سرچینه وايي، چې دوه بمونه په سرخوړي سیمه کې اچول شوي دي.

عامه خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتل

غږیز کلیپونه چې رسنیو ته رسېدلي، په سیمه کې وسله وال کسان د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ته معلومات ور کوي، چې په لمن کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، چې پاکستاني الوتکو د مخلص یار مسید او اخترمحمد خلیل پر مرکزونو بمباري کړې ده.

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: خواجه اصف: د ټي ټي پي پرضد “عزم استحکام” عملیات د افغانستان خاورې ته غځوو

مخلص یار د حکیم الله مسید د ډلې غړی و، خو په دې وروستیو کې د حافظ ګل بهادر له ډلې سره یوځای شوی دی.

اخترمحمد خلیل په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې بریدونه چټک کړي.

دغه بمباري داسې مهال کیږي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان د کابل په سفر بوخت دی او د طالبانو د حکومت له یو شمېر چارواکو سره یې لیدنې کتنې کړې دي.

له بمبارۍ څو ورځې وړاندې د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې د پاکستان د طالبانو غورځنګ په یوه غچ اخستونکي برید کې ۱۶ پاکستاني پوځیان ووژل او د پاکستان لوی درستیز د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې یوې ناستې ته وویل چې دوی به ټي ټي پي او د هغوی ملاتړي له منځه یوسي.

د برید په اړه د خلیلزاد غبرگون

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پاکستان د هوايي بریدونو رپوټونو ته په اشاره لیکلي، چې که دا بریدونه ریښتیا وي، طالبان به ځواب ور کوي، خو د جګړې په ځای دواړه هېوادونه داسې هوکړې ته اړتیا لري چې یو هم د بل د امنیت ګواښلو لپاره ترهګرۍ ته اجازه ور نه کړي او په همدغه هوکړه ودرېږي.

نوموړی خپل اېکس کې د پوښتنې په ډول وايي، «د پاکستان استازی په کابل کې دی، جنرال منیر د دې خبرو پیلولو اجازه ور کوي؟»

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او خپل اېکس کې یې لیکلي، چې په سیمه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو او امن پر لا پیاوړتیا موافقه کړې ده.

محمد صادق کابل ته له رسېدو وروسته د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره هم وکتل.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button