پر غزه د اسرائیلو تازه برید، پر اوربند د ټرمپ او بایډن دعوه
اړوند مطالب:
د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې د ملګرو ملتونو هرکلی
اسرائیل: د واشنګټن له وسلو پرته غزه کې جګړې ته دوام ورکوو
په غزه کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم هوايي برید کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي
د عرب اماراتو نوبل نایټ ۳: مرکزي غزه کې به له بې ځایه شوو سره مرستې وکړو
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی،چې د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن او منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ دواړه غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د امتیاز ادعا کوي.
جو بایډن ویلي، د اوربند دغه هوکړه د تېر زېږیز کال په مې میاشت کې د نوموړي له لوري د وړاندیز شوي پلان سره سم رامنځته شوې ده.
بایډن په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا هوکړه لیک به د امریکا د راتلونکي حکومت له لوري څارل کیږي او په خبره یې، خپلې ډلې ته یې ویلي چې، د راتلونکي حکومت چارواکو ته د هوکړه لیک د چارو پوره جزییات ورکړي.
بلخوا بیا ټرمپ هم پر خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د تېر کال په ټاکنو کې د نوموړي بریا د اسراییل او حماس ترمنځ دغې هوکړې ته لار هواره کړه.
د حماس غورځنګ له ټولو هغو هېوادونو او ډلو مننه کړې، چې له غزې څخه يې په سختو حالاتو کې ملاتړ کړی دی.
ياد غورځنګ د اوربند په تړاو يوې خبرپاڼه کې، دغه هوکړه د فلسطينيانو د اوږدې مبارزې يوه لاسته راوړنه او د غزې پر خلکو يې د خونړيو بريدونو او جنايتونو د مخنيوي په پار مهمه بللې ده.
بل لورته تازه یاد اژانس پر غزه د اسرائیلو د برید خبر ورکړی دی او ویلې یې دي،چې اسرائیلو تر اوربند وروسته پر غزه بریدونه کړي او ۳۲ تنه یې وژلي دي.