لوبې خبرونه

پر ښځو د طالبانو محدودیتونه؛ ښځینه لوبغاړو د پاریس المپیک غونډه کې ملي بیرغ ورپاوه

د پاریس المپیک غونډه کې افغان لوبغاړو د طالبانو له محدودیت سره، سره ګډون وکړ او ملي بیرغ یې په اهتزاز راوست

کله چې پاریس کې د المپیک سیالیو د پیل نېټه اعلان شوه، نو طالبانو اعلان وکړ چې په دغه سیالیو کې افغان نجونې ګډون نه شي کولی، ځکه ددوی ګډون غیر شرعي عمل دی. په ورته وخت کې دوی وویل، کومې افغان نجونو چې له نورو هېوادونو په دغه سیالیو کې ګډون کوي، هغه د افغانانو استازیتوب نه کوي.

خو د طالبانو له محدودیت سره، سره په یادو سیالیو کې افغان نجونو او نورو لوبغاړو ګډون وکړ او د افغانانو ملي ویاړ یعنې بیرغ یې هلته په اهتزاز راوست چې په ټولنیزو رسنیو کې یې غوغا راپورته کړه او وستایل شو.

د پاریس المپیک په پیل غونډه کې د افغان لوبغاړو ګډون

د افغانستان د لوبغاړو کاروان د مسلکي کدرونو سره یو ځای د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک په جشن کې برخه لري.

د دغه المپیک پیل غونډه د سن سیند پر غاړه په نوې بڼه پیل شوه.

شپږ تنه لوبغاړي په شپږو بېلابېلو برخو کې د پاریس په المپیک کې د افغانستان استازیتوب کوي.

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ د امريکا لوبډلې لوبه مساوي کړه

نور ولولئ: د المپیک نړیواله کمېټه: کرکټ به د ۲۰۲۸ کال په المپیک کې ور زیات شي

نور ولولئ: فوټبال؛ اسپانیا د انګلستان په ماتولو د ۲۰۲۴ کال د اروپا جام خپل کړ

په لامبو وهلو کې فهیم انوري، په منډه وهلو یا ( د مېرمنو په اتلتیک)کې کیمیا یوسفي، په جودو کې محمد صمیم فیض‌زاد، په بایسکل ځغلولو کې فریبا هاشمي، د نارینه‌و په منډه وهلو یا (اتلتیک) کې شاه محمود نورزی او په بایسکل ځغلولو کې یولدوز هاشمي هغه افغان لوبغاړي دي، چې د پاریس په المپیک کې برخه لري.

دا رنګه پنځه تنه نور افغان لوبغاړي د المپیک کمېټې د کډوالو په ډله کې برخه لري، چې په ټوله کې د افغان لوبغاړو شمېر یوولسو تنو ته رسېږي.

دغه لوبغاړي په کومو سیالیو کې برخه اخلي؟

دغه لوبغاړي د لامبو وهلو، منډو، بدمینتون، سوک وهنې، بېړۍ چلولو، بایسکل ځغلونې، جودو، اکروباټیک نڅا، تېکواندو، وزن پورته کولو او غېږ نیونې په سیالیو کې برخه اخلي.

د المپیک د نړۍوالې کمېټې په وینا معصومه علي‌زاده د افغان کډوالو د ډلې مشري په غاړه لري.

د افغان کډوالو لوبغاړو په ډله کې IOC:

د جودو په څانګه کې نگاره راحله شاهین، (له کاناډا څخه)

د بایسکل ځغلولو په څانګه کې امیر انصاري، (له سویډنه)

د اکرو باټیک نڅا په څانګه کې منیژه تلاش، ( اسپانیا)

د ټیکواندو په څانګه کې فرزاد منصوري، (له بریټانیا)

د جودو په څانګه کې صبغت الله عرب، (له جرمني څخه )

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button