کورني خبرونه

په افغانستان کې د بیان ازادۍ غرغره کېدل؛ د نۍ اداره هم وتړل شوه

په افغانستان کې د بیان ازادي له ګواښ سره مخامخ ده، د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نۍ هم وتړل شوه

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نۍ وایي چې د «نامساعدو شرایطو» له کبله یې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د نۍ د دفتر مشر مجیب خلوتګر په یو ویدیویي پیغام کې ویلي دي: «په اوسني وخت کې په افغانستان کې سیاسي وضعیت او نامساعدو شرایطو ته په کتو، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې نۍ رهبري د ۱۴۰۲ د جدي په میاشت کې په خپلې وروستۍ غونډې کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې دننه د نۍ فعالیتونه په موقت ډول بند کړي.»

د بې پولې خبریالانو سازمان: “د طالبانو د اسختباراتو له لوري د خبریالانو نیول غندو”

نۍ د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وه

د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ دغې ادارې له شاوخوا ۱۷ کالونو راهېسې په افغانستان کې فعالیت کاوه او د رسنیو په دفاع کې یې غږ اوچت کړی دی.

نوموړي وویل چې له دې وروسته هېڅ کس نه شي کولای چې په حکمي او حقیقي ډول د نۍ استازیتوب وکړي. هغه هیله وښوده چې د افغانستان په سیاسي او اجتماعي وضعیت کې مثبت تغیرات راشي او دوی یو ځل بیا فعالیت پیل کړي.

media 1

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي، طالبان له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د ژغورلو په خاطر زندان ته لېږي

نور ولولئ: افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ: طالبان د حجاب په نوم د ښځو ځپلو ته دوام ورکوي

په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، نۍ په مسلسل ډول د طالبانو له لوري د خبریالانو د نیولو، بندي کولو او رسنیو د ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې دا کارونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

د افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ: په ۲۰۰ کې ۴۵ سلنه خبریالانې وزګارې دي

پر رسنیو او بیان ازادۍ محدودیتونه

د طالبانو له بیا راتګ وروسته په رسنیو باندې فشارونه او محدودیتونه زیات شوي او له همدې کبله په تېرو دوو کالونو کې په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي او خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي دي.

د بې پولو خبریالانو سازمان څو میاشتې مخکې وویل چې د طالبانو تر راتګ مخکې په افغانستان کې ۱۲۰۰۰ خبریالانو کار کاوه چې تقریبآ ۸۰۰۰ یې دندې پرېښي او په دوی کې یې ۸۰ سلنه ښځې دي.

دغه سازمان وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې ۵۴۷ رسنۍ، ۸۰ تلویزوني شبکې، ۱۳۷ رایډیوګانې او ۱۳ اژانسونه بند شوي‌دي.

څه موده وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې نۍ اداره له دوی سره رسمیت نه لري.

د یادونې وړ ده چې لا هم د طالبانو استخبارات د رسنیو، لیکوالان، شاعران، د پوهنتونونو استادان او نور ځورول کېږي او یا زندان ته اچول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button