اړوند خبرونه:
مککال افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر له افغانانو سره خیانت بولي
مایکل مککال دا له واقعیته لېرې بولي چې طالبان په سیمه کې د امریکا امنیتي شریکان دي
مککال: جوبایډن دې له طالبانو سره بندي امریکايي خوشي کولو ته لومړيتوب ورکړي
د طالبانو لخوا نیول شوی ۳۶ کلن امیر امیري د قطر او امریکا په منځګړیتوب خوشې او امریکا ته روان شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یو امریکايي وګړی، چې له ۲۰۲۴ کال د ډسمبر راهیسې د طالبانو لخوا په افغانستان کې نیول شوی و، خوشې شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت او یوې دیپلوماتیکې سرچینې ویلي، ۳۶ کلن امیر امیري د قطر او امریکا په منځګړیتوب له څو میاشتو خبرو اترو وروسته د یکشنبې په ورځ خوشې شو او اوس مهال امریکا ته په لاره دی.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې له قطر څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد “پیاوړې ملګرتیا او نه ستړي کېدونکي ديپلوماتیکې هڅې د هغه په خوشې کولو کې حیاتي رول درلود.”
نوموړي زیاته کړه: “ولسمشر ټرمپ به تر هغه وخته ارام ونه کړي چې ټول بندي امریکايي اتباع کورونو ته نه وي راستانه شوي. د نن ورځې خوشې کیدل د کابل د ادارې لخوا د دې هدف د لاسته راوړلو لپاره یو مهم ګام دی.”
امیري وروستی امریکايي دی چې له قطر سره د امریکا د امنیتي او دیپلوماتیکې ملګرتیا له لارې خوشې شوی. قطر یو خليجي هېواد دی چې امریکا ورسره له لسګونو کلونو راهیسې پیاوړې اړیکې لري. امریکا په افغانستان کې ديپلوماتیک حضور نه لري او د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې خپل سفارت تړلی و.
د دې چې امیري ولې افغانستان ته تللی و او یا ولې نیول شوی و، لاملونه یې لا روښانه ندي. سي این این د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه نیولې ده.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د یرغمل شویو چارو ځانګړي استازي ادم بوهلر د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل. فطرت وویل، متقي په دې لیدنه کې څرګنده کړه چې د امیري خوشې کیدل دا ښيي “چې د افغانستان حکومت د بهرنیو اتباعو اړوند مسایلو ته له سیاسي لیدلوري نه ګوري او ټینګار یې وکړ چې دیپلوماسي د داسې مسایلو د حل لپاره لارې چارې برابروي.”
د قطر د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد الخلیفي ویلي چې قطر “د شخړو او پیچلو نړیوالو مسایلو لپاره د سوله ایزو حل لارو په موخه د منځګړیتوب هڅو ته ژمن پاتې کیږي.”
یوې باخبره سرچینې سي این این ته ویلي چې لږ تر لږه درې نور امریکایان په افغانستان کې بندیان دي، په داسې حال کې چې پاول اووربي، چې ویل کیږي مړ شوی، په دې ډله کې شامل نه دی. سرچینې هیله څرګنده کړه چې دا خوشې کیدل به د راتلونکو خوشې کیدونکو کسانو لړۍ پیل وي. دوی وویل چې طالبانو د امیري د خوشې کیدو په بدل کې کوم څه مستقیم نه دي ترلاسه کړي.
د محمود حبيبي ورور احمد حبيبي، چې یو امریکايي وګړی او له ۲۰۲۲ کال د اګست راهیسې د طالبانو لخوا نیول شوی، وویل چې هغه او کورنۍ یې “د دې خبر په اوریدو خوښ دي چې یو بل امریکایي له طالب بند څخه خوشې شو.”
هغه زیاته کړه: “ټول امریکایان باید په دې خوشحاله وي. خو زما ورور هم امریکايي دی او له ۲۰۲۲ کال د اګست له لسمې راهیسې د طالبانو لخوا پرته له کوم اقرار او یا له خپلې میرمنې سره د خبرو کولو له امکان پرته نیول شوی دی.” “موږ له دې امله مننه کوو چې د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا لوړ پوړو چارواکو په وار وار موږ ته ډاډ راکړی چې د طالبانو سره به هر ډول معامله ‘ټول یا هیڅ’ وي او په څرګنده یې موږ ته ډاډ راکړی چې زما ورور به شاته نه پریږدي. د بایډن ادارې زموږ لپاره هیڅ ونه کړل. موږ په ولسمشر ټرمپ باور لرو.”