سیمه

په ایران کې ډېری بهرني محصلان د عراق او افغانستان دي

یو ایراني چارواکي ویلي چې په ایران کې د بهرنیو محصلان ډېری برخه عراق او افغانستان جوړوي

درې کاله وړاندې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دغه ډلې د نجونو زده کوونکو پر مخ د زده کړو دروازې وتړلې چې له همدې امله زیاتې کورنۍ پر بچو د تعلیم لپاره له افغانستانه وکوچېدې او نورو هېوادونو ته یې مخه کړه.

د ایران د علومو، څېړنو او ټکنالوژۍ بنسټ د غیرایراني محصلانو د قونسلۍ برخې مسوول فرید رحیمي نداف ویلي چې په دغه هېواد ډېری نړیوال زده‌کړیالان د افغانستان او عراق دي.

د بهرني محصلانو لپاره د ۱۶۰ پوهنتونونو اجازه

د ایرنا خبري اژانس د راپور په حواله، نداف یکشنبه د لیندۍ پر ۱۱مه ویلي چې دا مهال د ایران ۱۶۰ پوهنتونونه د بهرنیو محصلانو د نوملیکنې اجازه لري.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان او عراقي محصلانو سربېره د دغه هېواد په پوهنتونونو کې د پاکستان، هند، لبنان، سوریې، اروپا، روسیې، چین او افریقايي هېوادونو محصلان هم زده‌کړې کوي.

هغه ویلي چې نړیوال زده‌کړیالان له ۱۰ یا ۱۲ ځانګړو پوهنځیو پرته په بلې هرې څانګې کې زده‌‌کړې کولای شي.

نور ولولئ: ایرانی پلاوی کابل ته تللی او د بندیانو د تبادلې په خاطر له طالبانو سره ګوري

نور ولولئ:  تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران او پاکستان د ۳۵۰ کورنیو راستنېدل

نوموړي «نړیوالو محصلانو ته د نوملیکنې د اسانتیا کړنلارې» ته په اشارې زیاته کړې چې د دغه پلان له مخې باید د ۱۴۰۷ کال تر پایه د نړیوالو زده‌کړیالانو شمېر ۳۲۰ زرو کسانو ته لوړ شي.

د سیمې له هېوادونو سره د ایران اړیکې

دغه ایراني چارواکي یادونه کړې چې بهرني فارغان کولای شي د ایران او خپلو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو په پياوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

په ایران کې ځينې افغانان بیا په دغه هېواد کې د زده‌کړو له فرصتونو برخمن دي. په دغه هېواد کې له تعلیمي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره پاسپورت او د یو ډول تحصیلي کارت لرل اړین دي.

په ۱۴۰۱ کال کې د ایران د علومو، څیړنو او ټکنالوژۍ وزارت د محصلینو سازمان په یو خپاره کړي لیک کې ویلي و، هغه بهرني وګړي چې تعلیمي کارت لري، تر هغو چې خپل کارت په پاسپورت بدل نه کړي، د دغه هېواد په پوهنتونونو کې نوملیکنه اجازه نه لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button