په تېرو ۲۳ورځو کې په افغانستان کې اورښتونو او سړې هوا ۶۰ تنه مړه کړي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټولګټو وزارت وايي چې په تېرو ۲۳ورځو کې اورښتونو او سړې هوا ۲۳ تنه مړه کړي دي
د ژمي په وروستۍ میاشت (کب) کې په افغانستان کې تر ټولو سخت اورښتونه او واورې وشوې چې ورسره سړه څپه هم هېواد ته داخله شوه. له دې سړې څپې له امله په زرګونو څاروي او په سلګونو کسان مړه شول.
د ټولګټو وزارت وايي، د واورې اورېدو او شدید توپان له امله د سالنګ د لویې لارې په ګډون په بامیان، غور، سرپل، نورستان او فراه ولایتونو کې ځينې لارې بندې شوې دي.
وروستیو اورښتونو له امله اوښتي زیانونه
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق وایي چې په تېرو ۲۳ ورځو کې د واورې او باران د اورښت او سړې هوا له امله په ټول هېواد کې ۶۰ تنه مړه شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلی سایق همدارنګه زیاتوي چې د دغو اورښتونو له امله څه باندې ۱۷۷ زره څاروي له منځه تللي او څه باندې ۱۶۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
نور ولولئ: طالبان: افغانستان کې درنې واورې ۹کسان مړه کړي
نور ولولئ: په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي
نور ولولئ: دافغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وورېږي
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند په دې هکله وايي:«زموږ وزارت له ملي او نړۍوالو موسساتو سره په همکارۍ د کب له لومړۍ تر ۲۳مې نېټې ۲۲ زره او ۴۱۵ کورونو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي او نغدې مرستې وېشل شوي او دمګړۍ د هېواد په ټولو زیانمنو سیمو کې د وېش لړۍ اوس هم روانه ده.»
دافغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وورېږي
له طالبانو د زیانمنو شوو کورنیو غوښتنه
د دغو وروستیو اورښتونو یو شمېر زیانمنې کورنۍ له طالبانو غواړي چې، ورسره مرستې وکړي.
بدخشان کې د څارويو پالونکي حلیم وویل:«په دغې سیمه کې چې موږ ژوند کوو، د څارویو مړینه خورا ډېره شوې ده، موږ ته د دې پته هم نشته چې ښايي څو شپونکي به تر واورې لاندې شوي دي.»
بدخشان کې د څارویو بل پالونکی هم څرګندوي:«څه مو چې لرل ټول مو خلاص کړل ، نور څه نهلرو، پیسې هم نهلرو چې له بازاره یې وپېرو او څاروي هم څوک نهاخلي، په دې واوره کې څوک پسه نهخلي موږ دا څېرته یوسوو.»
د یادونې وړ ده چې بېګاه ناوخته د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د سالنګ د لویې لارې د بېرته پرانېستو خبر ورکړ او ویې ویل چې د هر ډول موټرو د تګ او راتګ پر مخ پرانیستل شوه.