نړیوال خبرونه

په سوریه کې د جولان لوړې څوکې اسرائیلو ته ولې مهم دي؟

په سوریه کې اسرائیل هڅه کوي چې د جولان غرونو ته ځان ورسوي او په قبضه کې یې راولي

قوس د دمشق تر سقوط او د اسد د کورنۍ د ۵۴ کلنې واکمنۍ تر پای ته رسېدو وروسته، اسراییلي ځواکونه د سوریې په خاوره کې یوې حایلې غیرنظامي سیمې ته ننوتل چې د ۱۹۷۳ کال د منځني ختیځ له جګړې وروسته جوړه شوې وه. اسراییل دغه برید د خپلو پولو د امنیت د ډاډمنولو لپاره یو موقتي اقدام بللی دی.

دا سیمه، چې یوه غونډۍ ډوله سیمه ده، ۱۲۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري. دا سیمه هم ښېرازه او حاصل خېزه ده او هم ستراتیژیک موقعیت لري، ځکه چې د اسراییل پر جلیل سیمې او لبنان مشرفه یا لوړه ده او له اردن سره پوله لري.

ولې دا سیمه د اختلاف سبب ده؟

د جولان یا ګولان لوړې د ۱۹۶۷ کال تر جګړې پورې د سوریې برخه وې، تر دې چې اسراییل د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال دا سیمه ونیوله. وروسته یې دا سیمه د ۱۹۸۱ کال په یو اړخیز ډول په خپله خاوره کې شامله کړه. دا الحاق د ډېرو هېوادونو له خوا په رسمیت ونه پېژندل شو.

سوریه لا هم د جولان یوه برخه په واک کې لري او غواړي چې اسراییل له پاتې برخې څخه ووځي، خو اسراییل په امنیتي اندېښنو په پلمه دا غوښتنه نه مني. سوریې یو ځل هڅه وکړه چې د ۱۹۷۳ کال د عربو او اسراییلو د جګړې پر مهال جولان بېرته ونیسي، خو ناکامه شوه. د ۱۹۷۴ کال د جګړې د اوربند له تړون وروسته، دا سیمه نسبتاً آرامه پاتې شوې ده.

د جولان ته د اسراسیل اړتیاوې

اسراییل وايي چې د امنیتي دلایلو له مخې دوی دې سیمې ته اړتیا لري. د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال اسراییل ټینګار کاوه چې د سوریې ناارامي ښيي چې دا سیمه باید د یوې حایلي سیمې په توګه وساتل شي ترڅو د دوی ښارونه له بې ثباته ګاونډي هېواد څخه په امن کې وي.

د اسراییل حکومت هم له دې اندېښنه درلوده چې ایران هڅه کوي په سوریه کې خپل حضور پیاوړی کړي ترڅو پر اسراییل برید وکړي. د همدې لپاره اسراییل د اسد د رژیم تر سقوط وړاندې څو ځله په سوریه کې د ایران مشکوک نظامي مرکزونه بمباري کړل.

هم اسرائیل او هم سوریه د جولان د اوبو د قیمتي سرچینو او حاصلخېزو ځمکو له امله دا سیمه غواړي.

د سیمې اوسېدونکي څوک دي؟

د «آلما څېړنیز مرکز» د شنونکي آوراهام لوین په وینا، په اشغال شوې جولان سیمه کې شاوخوا ۵۵ زره خلک اوسي، چې له دې ډلې ۲۴ زره یې د دروزي عرب اقلیت دي.

د دروزي ډېر اوسېدونکي د سوریې د رژیم ملاتړ کوونکي وو، او ډېرې کورنۍ یې د پولې دواړو خواوو ته خپل خپلوان لري.

کله چې اسراییل جولان په خپله خاوره کې شامل کړ، نو دروزي خلکو ته یې د تابعیت وړاندیز وکړ، خو ډېری دروزي خلکو د خپلو سوري تذکرو د ساتلو په خاطر دا وړاندیز ونه مانه. اوس شاوخوا ۳۱ زره اسراییلیان هم هلته مېشت دي، چې ډېری یې په کرنې او ګرځندوی کې بوخت دي.

د سوریې د جولان برخه څوک کنټرولوي؟

تر ۲۰۱۱ کال پورې، چې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوه، د سوریې او اسراییلي ځواکونو ترمنځ یو مساوي ځواکمن کشمکش روان و.

په ۲۰۱۴ کال کې د سوریې مخالفو اسلامپالو یاغیانو د قنیطره ولایت کنټرول ترلاسه کړ، د اسد ځواکونه یې وشړل او د ملګرو ملتونو پر ځواکونو یې بریدونه وکړل، چې هغوی هم له ځینو پوستو څخه شا تګ ته اړ شول.

د ۲۰۱۸ کال تر دوبي پورې دا سیمه د یاغیانو په کنټرول کې وه، وروسته د روسیې د هوایي ملاتړ په مرسته د اسد ځواکونو قنیطره او شاوخوا سیمه بېرته ونیوله.

دواړه خواوې څنګه بېلېږي؟

د «ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک» (UNDOF) د جولان په اوږدو کې پوستې او کمپونه جوړ کړي دي، او د «ملګرو ملتونو د اوربند څارنې سازمان» له خوا یې ملاتړ کېږي.

د اسراییل او سوریې د پوځونو ترمنځ ۴۰۰ کیلومتره مربع «بېلېدونکې سیمه» شته، چې د دواړو خواوو لپاره په دې سیمه کې د نظامي ځواکونو ځای پر ځای کول منع دي.

د ۱۹۷۴ کال د مې په ۳۱مه د «ځواکونو د بېلېدو تړون» له مخې، د سیمې لویدیځ ته د «الفا کرښه» Alpha Line ټاکل شوې چې د اسراییلي ځواکونو لپاره د پولو ځای دی، او ختیځ ته د «براوو کرښه» Bravo Line چې د سوریې ځواکونه باید په هغې پورې محدود وي.

سربېره پر دې، د دواړو خواوو د جلا کوونکې سیمې په دواړو خواوو کې ۲۵ کیلومتره ژوره «محدود سیمه» شته، چې پکې د ځواکونو ځای پر ځای کولو او د وسلو ډولونو او شمېر ته محدودیتونه لګول شوي دي.

په دې سیمه کې د اسراییل او سوریې ترمنځ د تګ راتګ لپاره یوازې یوه پوله شته.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button