تجارت خبرونههنر او ادب

په مایکروسکوپ لیدل کېدونکی لاسي بکس په څو خرڅ شو؟

د ستنې سوري په اندازه کوچنی دی لاسي بکس د څه باندې ۶۰ زره ډالرو بدل کې خرڅ شوی

یو لاسي بېګ یا دستکول چې ‘د مالګې له دانې هم زیات کوچنی دی’ د ۶۳ زره ۷۵۰ ډالرو بدل کې پلورل شوی دی.

د د دې دستکول د ډیزائن لیدو لپاره داسې مائکروسکوپ پکار دی، چې ذره بیني یا ۷۰۰ مائکرو میټرز اجزا لیدونکې عدسه ولري. د هنري اثار ساتونکی یې په هکله وايي: ”دومره نری دی چې د ستنې له سپمه تېرېږي، دا دومره کوچنی لاسي بېګ دی چې که غواړې ویې ګورې، مائکروسکوپ به پسې راخلې.”

د هنري اثارو ناندریز ډیزاینونه

د ایم، اېس، سي، ایچ، ایف په نامه هنري اثارو ساتونکې اداره چې په بروکلین کې مرکز لري، د ناندریزو ډیزائنونو یا طرحو او څیزونو لپاره مشهوره ده. په دې کې داسې بوټان چې انساني وینه پرې لګېدلې، داسې ورزشي بوټان چې په تله کې یې سپېڅلې اوبه پرتې دي او د سره ربړ خورا لوی بوټان شامل دي.

نور ولولئ: د ۳۴ میلیونه ډالرو ارزښت لرونکی غمی

وروستی ځل دې ادارې د داسې لاسي بېګونو وړاندې کولو طرح وړاندې کړې، چې تر وروستي بریده کوچني وي. پر تازه پلورل شوي بېګ د لاسي بېګونو د مشهور شرکت لویس فیویټون نښان لګول شوی، خو اصلا دا بېګ له هغه شرکت سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

د کومې ټینکالوژۍ په مرسته چمتو شوی؟

د دې بېګ په هکله ویل کېږي چې له فوټوپولیمر، ریزین کیمیاوي مادو د داسې تري ډي پرنټنګ تکنالوژۍ په مرسته چمتو شوی، چې معمولاً د میخانیکي طرحو جوړولو لپاره کارول کېږي.

د ایم، اېس، سي، ایچ، ایف مسوولین وايي، کله چې دا چمتو شو، د برانډ ارزونې لپاره د کوچنیو لاسي بېګونو داسې کوچنۍ بېلګې وراستول شوې وې، چې د دوی له پلاوي ورکې شوې.

269221d0 16ef 11ee 8cae 4785e93eadf1
269221d0 16ef 11ee 8cae 4785e93eadf1

خو د نوي مشتري لپاره به د پلورل شوي بېګ د ورکېدو اندېښنه ځکه نه وي چې د بېګ له پلور سره یو داسې مائکروسکوپ هم ورکړل شوی چې ډیجیټل عدسه لري.

دا ډول مائکروسکوپونه معمولاً انلاین پېرل کېدای شي چې بیه یې له ۶۰ تر زرګونو ډالرو پورې کېدای شي.

داد عجایبو نړۍ ده او هنرمندان هم له عجایبو ډک شیان نندارې ته وړاندې کوي تر څو د خپل هنر په زور سره د نړۍ شتمن حیران او ځانته په داسې شکل رامات کړي چې هم ترې په خپله خوښه پیسه بود کړي او هم ورباندې خپل هنر ومني.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button