افغانستان

په ټول افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېر کلینیکونه جوړېږي

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په راتلونکي کال کې به په ټول هیواد کې دوه سوه کلینیکونه جوړ کړي

د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، وزارت یې هڅه کوي چې د افغانستان روغتیايي سیستم معیاري کړي څو روغتیايي ظرفیت یې له نړیوالو معیارونو سره برابر وي

نور یی ولوله | امیري په دوحه کې د افغان ښځو د کارموندنې او تعلیم په اړه خبرې وکړې

  نور یی ولوله | څنګه په ځوانۍ کې بریالي شو

عباد وويل، وزارت يې په هېواد کې د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو لپاره لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونه لري، څو د ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو ظرفيت له نړيوالو معيارونو سره برابر شي

عباد وويل: نه يوازې موږ پخواني روغتونونه او کلينيکونه فعال ساتلي، بلکې روغتونونه مو لوړ کړي او د ولسواليو او کليو په کچه مو نوي روغتونونه هم جوړ کړي دي

هغه ویلي دي چې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې کچه د تیر کال په پرتله د پام وړ کمه شوې ده

هغه زیاته کړه: د میندو د مړینې کچه خورا ټیټه شوې ده ځکه چې خدمتونه معیاري شوي دي

ما دا څو څو ځله ویلي چې د امیندوارو میرمنو لپاره باید یوه څانګه جوړه شي ترڅو دوی او د دوی ماشومان خوندي شي

هغه همدا راز ټینګار وکړ چې په هېواد کې د پولیو د ویروس پېښې صفر ته رسېدلې دي ځکه چې په ۲۰۲۲ کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا په برخه کې شته ستونزې مني او وایي، چې اوس هم په روغتیايي سیستم کې شته ستونزې د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مخه نیسي

د هغه په وينا، وزارت هڅه کوي، چې د دغو کړۍ په پېژندلو سره روغتيايي سيستم د دغه ډول کسانو له وجود څخه پاک کړي

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button