سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ د باجوړ چاودنه کې پخوانی پاکستانی سناتور ووژل شو

د کوزې پښتونخوا د باجوړ په نننۍ چاودنه کې د پاکستان د سنا یو مخکینی غړی هدایت الله او ۲ نور کسان وژل شوي

د رسنیو د راپورونو پر اساس په پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي حالت په خرابېدو دی. هره ورځ پر پاکستاني پوځیانو نورې امنیتي دستګاه بریدونه کېږي چې په هر برید کې درانه زیانونه ور اوړي.

د تحریک طالبانو پاکستان په قوي کېدو او پرمختللو وسلو ته د هغوی لاس رسی ددې لامل شو چې د پاکستان پوځ د عزم استحکام په نوم عملیات اعلان کړي.

دغه عملیات به په خیبر پښتونخوا کې کېږي.

د باجوړ برید

د کوزې پښتونخوا د باجوړ په سیمه کې د پاکستان د سنا مجلس پخوانی غړی هدایت الله او ۲ نور کسان وژل شوي دي.

هدایت الله خان دوه ځله د پاکستان د سنا جرګې غړی پاتې شوی او ورور یې شوکت الله خان د پښتونخوا والي یا ګورنر پاتې شوی و.

عوامي نیشنل ګوند او یو شمېر نورو سیاسي ډلو د نوموړي وژنه غندلې او ویلي، چې د پښتونخوا وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: د پاکستان دفاع وزیر: د ترهګرو په ځپلو کې طالبان راسره همکاري نه کوي

د هدایت الله خان د وژلو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د باجوړ په ګډون د پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې له څه مودې راهیسې د نا امنۍ پېښې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.

د پاکستان په ناامنۍ کې د افغان طالبانو ملامتیا

پاکستان د دغو بریدونو تر شا د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د لاس لرلو خبره کوي او تور لګوي، چې پر افغانستان واکمنو طالبانو یادې ډلې ته د دوی خلاف د افغان خاورې د استفادې زمینه برابره کړې ده.

afghan 2024 07 04t094124.078
په وسله والو بریدونو کې وژل شوي پاکستاني پوځیان

پر افغانستان واکمنو طالبانو بیا دا تور تل رد کړی او بې اساسه ګڼلی دی.

پاکستان له څه مودې راهیسې د خپلو اغېز لاندې پښتنو سیاستوالو په خوله د پښتونخوا وضعیت دومره خطرناک ښيي، چې ګواکې ژر به پکې ټي ټي پي خپل اسلامي امارت اعلان کړي.

پاکستاني چارواکو د وضعیت د همداسې خطرناک ښودلو له هڅو سره پښتونخوا کې د ټي ټي پي د ځپلو په نوم د عملیاتو اعلان هم کړی، چې د نورو پښتنو ملتپالو مخالفت سره مخ دی.

دا ملتپال باور لري، چې پاکستان د ترهګرۍ جوړولو او بیرته ځپلو په نوم په پښتنو سیمو کې تجارتي جګړې مخته وړي او دا جګړې د پښتنو د ځپلو تر څنګ  د دوی د بدنامۍ سبب ګرځي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button