روغتیا

په پښتني ټولنو کې جرګه او د هغه تاريخي شاليد

جرګه په افغاني ټولنه کې خاصتا په پښتنو ټولنو کې ډېر اوږد تاريخ لري، ډېرې شخړې د همدې دود په رڼا کې حل کيږي

جرګه د پښتنو هغه اداره ده چې هر وخت په دوی کې کوچنۍ يا لويې کشالې رامنځته شوي او يا رامنځته کيږي نو پښتانه د جرګې له لارې دغه کشالې او ستونزې هواروي او له يوې ډيرې کوچنۍ ستونزې څخه يې رانيولې د خپل پاچا يا مشر ټاکلو پورې د پښتنو دغه کار په جرګه ترسره کيږي.

په آريانا دايرة‌المعارف Aryana Encyclopedia کې د جرګې په باب داسې راغلي دي:

جرګه د پښتنو او ترکي شريکه کلمه ده، په فرهنګ او سخن، فرهنګ آنند راج او فرهنګ غياث اللغات کې راغلي چې جرګه يوه ترکي کلمه ده چې د ګرد کښېناستلو، راغونډېدلو او حلقې جوړولو مانا ورکوي. په پښتو-پښتو تشريحي قاموس کې جرګه د غونډې، ولسي مجلس، ټولي، د مشورې مجلس او د قومي غونډې په مانا راغلې چې د فيصلې صلاحيت لري او حکم يې د منلو  وړ وي، په پښتني کلتور کې په عامه توګه جرګه پر هغې غونډې چې هدف يې د قبيلوي لانجو حل وي اطلاقيږي، خو په خاصه توګه هغې غونډې ته وايي چې د خېلونو مشرانو په کې راټوليږي او لوی قومي مسايل حلوي.

نور ولولئ: کرزی: د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو لپاره مشروعیت او لویه جرګه اړینه ده

محمد اکبر کرګر چې پر جرګه باندې يې کوچنی او پرمغز کتاب کښلی دی، هغوی جرګه داسې معرفي کوي:

جرګه د پښتونولۍ د پښتني خېلونو د کړو وړو دوديز ادارتي سيستم د اغيزناکې کاروني تر ټولو مهمه قضايي موسسه ده، دا د قبيلوي مشرانو غونډه ده چې د خېل يا قبيلې پر کورنيو لانجو او شخړو غور او پرېکړې کوي، د جرګې غړي د ټبرونو غوره شوي مشران يا استازي دي چې د خپل ټبر په استازيتوب په جرګه کې برخه اخلي.

ارواښاد عطايي د جرګې په باب ليکل کړي دي چې څو کرښې يې دلته وړاندې کوم:

قومي غونډه چې د فيصلې صلاحيت لري او حکم يې د منلو وړ وي په عام ډول د جرګې اصطلاح پر هغه غونډه کيږي، کوم چې د قبيلوي مسايلو د حل لپاره جوړيږي، دلته د جرګې او مرکې مفهوم يو دی، خو په خاص ډول جرګه هغه لويه غونډه ده چې په هغې کې د خېلونو مشران راټوليږي او د لويو قومي مسايلو په باب فيصلې کوي.

نور ولولئ: ولسي جرګه له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو پریکړه ارزوي

نرخيان چې د جرګې په قوانينو پوهه وي، ګډون کوي جرګه په ښکاره جوړيږي او برسېره د جرګې په جرګه والو نور عام خلک هم په يوه داسې فاصله کې کښيني چې د جرګې خبرې اوري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button