په کابل کې د یوناما له استازي سره د ملا برادر لیدنه
اړوند خبرونه:
ذبیح الله مجاهد: پکتيکا کې د پاکستان بمبارۍ ۴۶ کسان وژلي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي
پر پکتیکا او خوست د پاکستان هوايي بریدونه؛ د وژل شوو ۱۸ ته ورسېده
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» له مرستیال ایندریکا راتوات سره لیدلي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن (سهشنبه، د سلواغې ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا برادر په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو افغانانو ته د یوناما له لوري د رسول شوو مرستو څخه مننه کړې او له دې بنسټ یې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري مرستو په وېش کې شفافیت رامنځته کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ملابرارد پر یوناما ټینګار کړی څو خپلې مرستې پراختیايي برخو ته واړوي، دهغه په خبره، په دې کار سره به له یوې خوا هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او بلخوا ورته د ژوند په مهمو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
سرچینې ویلي، ددې لیدنې پر مهال د یوناما مرستیال ټینګار کړی چې دوی له اسلامي امارت سره په همغږۍ په افغانستان کې خپلو پراختیايي او بشري مرستو، راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ، د وړو پورونو له لارې په کلیوالي سیمو کې د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کولو او همداراز افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بديل معیشت وړاندې کولو په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
ایندریکا راتوات زیاته کړې، د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه به پر هغوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشي، کوچني بندونه به جوړ او کاریزونه به پاک کړي او همدارنګه به نړیوالو سوداګریزو مارکېټونو ته د افغان کرنیزو محصولاتو، صنعتي تولیداتو او لاسي صنایعو د رسېدو په برخه کې هم د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.
د یوناما د مرستیال دا لیدنه داسې مهال ده چې تېره ورځ کابل کې د یوناما په دفتر کې د ډزو په پایله کې یو تن مړ او یو بل ټپي شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع خامهپرېس ته په رالیږل شوي پیغام کې ویلي، چې په دې پېښه کې د یوناما کارکونکی برسېرن ټپی شوی او د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی دی.