سیمه ییز خبرونه

پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي عدالت جرګې درې ورځنی بهیر کړی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي اېم په خیبر کې د درې ورځنۍ جرګې لومړنی بهیر پیل کړی دی

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي د اکتوبر پر ۱۱مه یې د “پښتنو قامي عدالت” په نوم د درې ورځنۍ لویې جرګې لومړنی بهیر پیل کړی دی او انتظامات تقریباً بشپړ شوي دي.

د غورځنګ ګڼ فعالان د خیبر د جمرود د رېګي للمې په میدان کې د پراخې جرګې انتظامي چارې پرمخ وړي او د نظم پر ځای ساتلو لپاره یې یوه ډله ګومارلې ده.

د غورځنګ مشر منظور پشتین د اکتوبر ۱۱مې پر مازیګر پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په ویډیويي پیغام کې وویل چې په تېرو ورځو کې د جرګې پر ضد د حکومتي اقداماتو له وجې اړین انتظامات پر وخت و نه شول چې د دې له وجې جرګه وځنډېدله.

د جرګې په ځای کې خیمې او امکانات

تر پشتین څو ساعته مخکې د غورځنګ فعالانو هم ویلي ول چې هڅه کوي چې ژر زیاتې خیمې ودروي چې پکې به د بېلابېلو کمېټیو غړي سلا مشوره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پي ټي اېم وايي چې پوليسو او امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر نهمه شپې شاوخوا درې بجې په پینځم ځل د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کيمپ چاپه ووهله، خیمې او د جرګې د انتظام لپاره یې نور شیان لیرې کړل او میدان یې ونیوه.

د غورځنګ مشر منظور پشتین په خپل ویډیويي بیان کې وویل چې په تېرو دوو لسیزو کې د ورکو شویو او وژل شویو پښتنو د ارقامو ښوولو لپاره د لویې پردې او لاوډ سپیکرو د لګولو نظام هم پر وخت جوړ نه شو.

نور ولولئ: د پښتو له قامي جرګې د خلکو د پام اړولو لپاره د پاکستاني پوځ هلې ځلې

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

ده البته وویل چې د جرګې انتظامات تقریباً بشپړ شوي دي او د پي ټي اېم غړي او فعالان به شپې مهال هم خپل کار ته دوام ورکوي.

پشتین وویل چې د جرګې ځای ته له بېلابېلو سیمو څخه د ولسونو استازي ورغلي دي او نور هم په لارو کې دي.

afghan 2024 10 12t093341.521

ده زیاته کړه چې اوس هم په مختلفو ځایونو کې لارې بندې دي چې له وجې د خلکو ورتګ ځنډېدلی دی.

په ریګي للمه کې د خلکو راټولېدل

د نوموړي تر وینا څو ساعته مخکې د اکتوبر پر ۱۱مه ماسپښین مهال په سلګونو خلکو د رېګي للمې په میدان کې د جمعې لمونځ وکړ.

دا تر هغې وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د اکتوبر پر ۱۰مه شپې ناوخته په پېښور کې د غورځنګ له مشر منظور پشتین سره ولیدل او و یې ویل چې جرګه به “بریالۍ” وي.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه د يو فرمان په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې “ناقانونه سازمان” وګرځاوه.

پي ټي اېم حکومتي اقدام “ظالمانه” وباله او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، د پاکستان سیاستوالانو او فعالانو بندیز وغنده او ورباندې یې خواشیني وښوده.

خو د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر نهمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې غورځنګ لویه “جرګه نه کول غواړي” نو ځکه ورته اجازه نه ورکوي. د دې په غبرګون کې پي ټي اېم وویل چې پر ټولو محدودیتونو سربېره جرګه هرومرو دایروي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button