سیمه ییز خبرونه

پښتون ژغورنې غورځنګ: پولیسو په دریم ځل د قامي عدالت د جرګې پر انتظامي کمپ برید کړی

پي ټي اېم رسنیو ته ویلي چې پوليسو په دریم ځل هم په خيبر کې د کېدونکې قامي عدالت جرګې پر انتظامي کيمپ بريد کړی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړي وايي چې پوليسو پر درېيم ځل د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه ميدان کې د هغوی د راتلونکې جرګې لپاره پر جوړ شوي انتظامي کيمپ بريد کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر ضلعې مشر افتاب شینواري مشال راډيو ته ويلي چې د اکتوبر پر درېيمه تر نيمې شپې وروسته يو ځل بيا سلګونو پوليسو د غورځنګ پر غړو اوښلن ګيس وکاراوه چې له امله يې هغوی د جرګې ميدان پرېښود او د ځايي خلکو په حجرو کې يې شپه تېره کړه.

پر انتظامي کمېټې د سلګونو پولیسو حمله

خو د پي ټي اېم غړي او د جرګې منتظمين د اکتوبر درېیمې پر سهار يو ځل بيا په رېګي للمه کې د جرګې ميدان ته ورغلي او انتظامات يې پیل کړي دي.

شينواری زياتوي چې د اکتوبر پر دويمه ماسپښين شاوخوا درې بجې سلګونه پوليسو یې کيمپ ته اور ورته کړ او د غورځنګ پر غړو يې اوښلن ګيس وکاراوه او مخامخ ډزې يې ورباندې وکړې.

د نوموړي په وينا، د درو ساعتونو تر مزاحمت وروسته د ډزو په نتيجه کې د غورځنګ درې غړي ژوبل شول.

نور ولولئ: پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

نور ولولئ: عوامي نشنل ګوند: د بنو پر لاریون د پاکستاني پوځ برید له ترهګرۍ سره همکاري ده

د “پي ټي اېم اپډېټس” په نوم پر فېسبوک له جوړې شوې پاڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال د هغې صحنې ژوندۍ ويډيو خپره کړې چې ظاهراً پکې ښکاري چې پوليس د پي ټي اېم پر غړو اوښلن ګيس کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پي ټي اېم مشر منظور احمد پشتین د اکتوبر پر دويمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي ول چې د پېښور پولیسو له ځينو پټ مخيو کسانو سره يو ځای د اکتوبر پر دویمه تر نيمې شپې وروسته پر انتظامي کيمپ ډزې وکړې او د اوښلن ګيس په نتیجه کې یې ځينې ملګري ژوبل شوي او ځينې بې هوښه شوي دي. نوموړي زياته کړې وه چې پوليسو د هغوی خېمو ته هم اور ورته کړ.

د ریاستي رژیم هر ډول جبر کې به دا غونډه کېږي

دا په داسې حال کې ده چې پشتین د روان ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر ضلع کې “د پښتنو قامي عدالت” په نوم د درې ورځنۍ لويې جرګې کولو اعلان کړی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۹مه د جمرود په رېګي للمه کې د هغې جرګې د ځای پرانیسته کړې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د اکتوبر پر دويمه ناوخته پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په يوه ويډيويي وينا کې وويل، پر هر ډول “ریاستي جبر” سربېره به د اکتوبر پر ۱۱مه د “پښتنو قامي عدالت” لګوي. “په دې وجود کې چې يو څاڅکی وينه غړېږي، جرګه به کېږي او جرګه به کوو. سرونه به ورکوو خو د خپل وطن اتحاد و اتفاق او د خپل وطن خاوره چا ته نه پرېږدو.”

پشتين په خپله ويډيويي وينا کې د خيبر پښتونخوا پوليس مخاطب کړل او ورڅخه یې وغوښتل چې د خپل ولس پرضد دې له تشدده کار نه اخلي. “هغه خلک چې پر پښتنو يې ټول عمر ظلم او جبر کړی دی او جنګونه يې ورته راوړي دي، هغوی دلته امن نه غوښت، تا د هغوی لپاره دا کار وکړ. هغه خلک چې ټول عمر يې ته وژلی يې، تا نن د هغوی لپاره دا کار وکړ.”

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ریاست په یوه مکتوب کې پي ټي ایم پر قومي تعصب تورن کړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button