Uncategorized

پېنټاګون پلان لري چې دغه اوونۍ ۵زره کارکوونکي له دندې ګوښه کړي

د امریکا دفاع وزارت پېنټاګون پلان لري چې دغه اوونۍ ۵۰۰۰ کارمندان له دندې ګوښه کړي.

د امریکا دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي چې پنټاګون خپل ۵ زره ۴۰۰ کارمندان له دندو وباسي.

رویټرز خبري اژانس د پنټاګون د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې دا اقدام د ډونالډ ټرمپ له لوري د فدرالي دولت د کاري ځواک د کمولو په موخه شوی دی.

د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) څخه د دومره شمېر کارمندانو د ایستلو لړۍ به راتلونکې اوونۍ پیل شي.

د پنټاګون دې سرچینې همداراز ویلي چې یاد وزارت به له ۵ تر ۸ سلنې خپل کارمندان کم کړي، چې ډېری پکې غیرنظامي کسان شامل دي.

تر دې مخکې هم د ډونالډ ټرمپ په نوې اداره کې پر «ایلان ماسک» تور پورې و چې ولسمشر ته د کاري ځواک د کمولو مشوره ورکوي.

ایلان ماسک د پخواني ټویټر (ایکس) ټولنیزې شبکې مشر دی، او په تېرو څو کلونو کې په خپلو شخصي ادارو کې د کارمندانو د ډله‌ییزې ګوښه‌کېدنې تجربه لري.

د ویلو ده چې ایلان ماسک اوسمهال د ټرمپ په نوې اداره کې د اصلاحاتو پروسې مشر ټاکل شوی، او د هغه شتمني یوازې په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته ۱۷۰ میلیارده ډالره زیاته شوې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button