سیمه ییز خبرونه

چمن پرلت: اسلام اباد مو غږ نه اوري

د چمن پرلت ګډونوال وايي، د پرلت یې ۲۱۶ ورځې کېږي، خو اسلام اباد او پوځ یې غږ نه اوري

په ورته مهال د چمن پرلتوال ګواښ کوي چېرې یې چارواکي، سیاسي ګوندونه او پوځ یې غوښتنې ونه مني، نو خپل اعتراض به تر اسلام اباده وغځوي او هلته به پرلت ووهي.

د چمن پرلت‌والو یو ځل بیا خبرداری ورکړی او وايي، که په راتلونکو دوو ورځو کې د سیاسي ګوندونو، د چمن د مخورو او په چمن کې له پوځي مشر سره په ناسته کې یې غوښتنې ونه منل شي اسلام اباد ته به پلی لاریون پیل کړي.

پر پوله د پاسپورټ او وېزې په غبرګون کې پرلت

څه باندې ۲۰۰ ورخې وړاندې د سویلي پښتونخوا په چمن ښار کې سلګونو ځايي اوسېدونکو د پاکستان د هغې پرېکړې په غبرګون پرلت وواهه، چې د سپین بولدک – چمن پر دروازه یې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې جبري شو.

د چمن پرلت وهونکي وايي چې د پاکستان حکومت ورسره په کړو ژمنو نه درېږي

د پرلت‌والو د پر له پسې لاریونونو، له پاکستاني چارواکو او پوځیانو سره تر خبرو اترو وروسته لا هم پاکستان تر دې مهاله پر خپل دریځ کلک ولاړ دی.

نور ولولئ: د چمن پرلت ۳۵ دېرشمه ورځ؛ اسلام اباد یې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

نور ولولئ: د چمن پرلت ګډونوالو په چمن کې د پاسپورټ اداره تړلي ده

تېره ورځ تازه د پرلت مرکزي کمیټې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې په راتلونکو دوو ورځو کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو، مخورو قومي مشرانو او د چمن د پوځ د مشر سره تر ناستې وروسته یې که غوښتنې ونه منل شي؛ تر اسلام اباده به پلی لاریون پیل کړي.

د راتلونکې ناستې پایله

د چمن د پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي:« موږ دوه ورځې وروسته په چمن کې د سیاسي ګوندونو د مسوولینو، د چمن او کوټې د مخورو قومي مشرانو او په چمن کې د پوځ له مشر سره د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ په اړه ناسته لرو. که په دې ناسته کې زموږ غوښتنې ومنل شي؛ خو ښه خبره ده، کنه موږ بیا اسلام اباد ته پلی لاریون پیلوو او هلته پرلت وهو.»

بل خوا ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د سپین بولدک – چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې پرته پر راتګ د پاکستان له لوري هوکړه شوې؛ خو افغان طالبان غوښتنه کوي، چې دغه تګ راتګ باید د چمن تر اوسېدونکو محدود نه شي او تر کوټې باید د تګ راتګ اجازه ورکړل شي چې دا خبره د پاکستان حکومت نه ده منلې.

د یادونې ده چې د چمن خلکو پرلت نږدې ۸ میاشتو ته رسېږي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button