ستاسې اند او نظرسیاست

چین: د طالبانو حکومت په “رسمیت پېژندلو” کې د مسکو ګام ستایو

اړوند خبر: 

روسیه: امریکا او لوېدیځ باید د افغانستان د بیارغونې مسئولیت واخلي

چین د جمعې په ورځ وویل چې د روسیې له خوا د طالبانو د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو هرکلی کوي، او ژمنه یې وکړه چې «د افغان ولس پر وړاندې به د دوستۍ پر بنسټ بهرنۍ تګلاره تعقیب کړي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نینګ، وویل:

«لکه څنګه چې چین د افغانستان دودیز دوست ګاونډی دی، تل یې باور درلود چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې څخه جلا نه شي.»

طالبان چې د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته رسیدلي، تراوسه هیڅ هیواد په رسمی نه وو، پېژندلي.

هغوی له ډېرې مودې راهیسې د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندنې او پانګونې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

چین که څه هم د طالبانو حکومت په رسمين نه دی پېژندلی، خو په پیکینګ کې یې د طالبانو سفیر منلی دی.

چین ویلي، طالبان باید د بشپړې ډیپلوماټیکې رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو لپاره سیاسي اصلاحات وکړي،

د روسیې لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته بېلابېل غبرګونونه

امنیت ښه کړي، او له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې اصلاح کړي.

خو ماو نینګ د جمعې په ورځ وویل:

«په افغانستان کې که هر ډول کورني او بهرني بدلونونه راغلي، د چین او افغانستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې هیڅکله هم نه دي پرې شوې.»

هغې زیاته کړه:

«د دواړو هېوادونو ډیپلوماټیکو ادارو په یو بل کې خپل عادي فعالیتونه روان ساتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یې مثبت رول لوبولی دی.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button