سیمه ییز خبرونه

چین: د طالبانو رژیم د رسمیت پېژندلو لپاره له سیمو هېوادو سره مشورې کوو

افغانستان کې د چین استازی وايي، د طالبانو د حکومت پر پېژندلو د سیمې له هیوادونو سره مشورې کوي

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي “یو شیاویونګ” وویل چې چین د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندلو په اړه سلامشورې کوي.

شیاویونګ “طلوع نیوز” ته وویل: “د رسميت پېژندلو په اړه، چین نه یوازې د افغانستان له ګاونډیو بلکې د سیمې له هېوادونو سره هم خبرې اترې کوي.”

هغه زیاته کړه: “د چین، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو، او د افغانستان د سرپرست حکومت په هڅو یوه اجماع رامنځته شوې چې نړیواله ټولنه باید په کابل کې له سرپرست حکومت سره تعامل پیل کړي.”

په افغانستان کې د ځینو ډلو پر موجودیت اندېښنې

دغه چینایي چارواکي همداراز وویل چې ځینې هېوادونه د هغو ډلو په اړه اندېښنې لري چې په افغانستان کې شته، او دا چاره د کابل او د دغو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسولی شي. له همدې امله د چین ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې دا مسئله باید داسې حل شي چې د هېوادونو رضایت ترلاسه شي.

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچونو د حل په اړه شیاویونګ وویل چې دواړه هېوادونه د درېیم هېواد له مداخلې پرته خپلو ستونزو ته حل لاره پیدا کولی شي.

نور ولولئ: د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

نور ولولئ: طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي

د چین ځانګړي استازي زیاته کړه: “موږ د افغانستان او پاکستان په اړه ورته سیاست لرو، او هغه د دې سیمې لپاره د یوه ښه او ګډ راتلونکي جوړول دي څو ثبات، سولې، بیا رغونې او سوکالۍ ته ورسېږو. موږ باور لرو چې دواړه هېوادونه له درېیم هېواد څخه پرته خپلو ستونزو ته حل لاره موندلی شي.”

افغانستان د سیمې د اقتصادي وصل مرکز

هغه همداراز ټینګار وکړ چې افغانستان د ستونزو له پای ته رسیدو وروسته د سیمې د اقتصادي وصل په مرکز بدل شوی دی.

د چین ځانګړي استازي وویل: “دا ډېره په زړه پورې ده چې افغانستان د بې‌شمېره ستونزو له پای ته رسیدو وروسته پر یو پرمختللي اقتصادي هېواد یا د اقتصادي وصل په مرکز بدل شوی دی. دا یوه ښه خبره ده. ګاونډي هېوادونه او د سیمې هېوادونه غواړي چې یو موټی شي، لومړی مرسته وکړي، او بیا د متقابل احترام پر اساس له افغانستان سره همکاري وکړي.”

شیاویونګ زیاته کړه چې په ۲۰۲۳ کال کې د کابل او بېجینګ ترمنځ تجارت د تېر کال په پرتله ۱۲۵ سلنه زیات شوی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button