چین ویلي، افغانستان کې د ثبات لپاره سیمهییزه همکاري مهمه ده

چین کې د افغانستان سفارت: له چین سره د واخان لارې پر سوداګرۍ وغږېدو
د چین او افغانستان ترمنځ د باروړونکي اورګادي تګ راتګ پیلېدل
د چین ولسمشر «شي جین پینګ» د چین-منځنۍ اسیا د همکارۍ په سرمشریزه کې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې د ملاتړ لپاره د سیمهییزې همغږۍ پر زیاتولو ټینګار کړی دی.
د چین او منځنۍ اسیا د مشرانو په دویمه غونډه کې چې د قزاقستان په آستانه کې ترسره شوه، د چین ولسمشر په خپله وینا کې د افغانستان پر وړاندې د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی.
د چین ولسمشر زیاته کړې چې د منځنۍ اسیا هیوادونه کولی شي د ګډې همکارۍ له لارې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې اغیزمن رول ولوبوي.
شي جین پینګ وویل: “افغانستان زموږ نږدې ګاونډی دی. موږ باید د دې هیواد سره د پرمختګ، سولې، ثبات او بیارغونې په ترلاسه کولو کې د مرستې لپاره هڅې همغږي کړو.”
چین مخکې په سیمهییزو غونډو کې د باثباته او همکار افغانستان پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې چین تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې پاللې دي.