چین ژمنه کړې چی د افغانستان-تاجکستان پولې ته نږدې د تاجکستان پولیسو یوه اډه جوړوي
افغانستان –
د تاجکستان یوه جګپوړي چارواکي پنجشنبه وویل چین ژمنه کړې ده چې د تاجکستان پولیسو لپاره به د افغانستان-تاجکستان پولې ته نږدې یوه اډه جوړوي د تاجکستان د پارلمان یوه ویاند ویلي ولسي جرګې د مخه د دې اډې جوړېدو ته اجازه ورکړې هغه ټاکل شوې
چې دا اډه بدخشان ته نژدې د تاجکستان په اشکاشم سیمه کې جوړه شي نوموړی زیاته کړې چې د اډې د جوړولو ټول مصرف یی چین پخپله اخیستی او له چمتو کېدو وروسته به د تاجکستان پولیسو ته سپاری ښاغلی همدا رنګه ویلي چین د دې اډې جوړولو لپاره د ۸ نیم میلیونه ډالرو اعلان کړې د دې اډې جوړېدل د چین او تاجکستان ترمنځ امنیتي مرستو څرګندونه ده رپوټونه وایي بیجنګ له دې وړاندی هم د تاجکستان په جنوب ختیځ کې د پولیسو یوه اډه جوړه کړې دا دواړه هېوادونه په دې اړه اندېښنه لري
دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی
چې ایا طالبان به افغانستان کې د سخت دریځو ډلو مخنوی وکړای شي او که نه خو بل اړخ ته د چین د خارجه وزیر یوه ویاند په دې اره خبریالانو ته ویلي د دې رپوټونو په اړه معلومات نه لري چین د هغو هېوادونو ډله څخه دی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنې وروسته هڅه کوي له دې ډلې سره نژدی اړیکې وپالي خو بیجنګ ټینګار کړی د طالبانو غواړي چې هغه وسلوال وځپي چې د چین په شینجیانګ ایالت کې له مسلمانو اویغور بیلتون پالو سره اړیکی لري
بل ته اړخ تاجکستان د مرکزي اسیا یواځای هېواد دی چې له طالبانو سره یې اړیکې نه دي ټینګې کړې او افغانستان کې به د دې ډلې حکومت په رسمیت ونه پېژني افغانستان او تاجکستان خپلو کې ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دې سیمو کې د سخت دریځو ډلو د فعالیت په اړه
اندېښنه ښودلې د سیمې یو بل ځواکمن هېواد روسیه د مخه تاجکستان کې لویه پوځي اډه لري او مسکو خبرداری ورکړی چې که د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا ته امنیتي ګواښ پېښ شي نو جدي اقدام به کوي.