افغانستان

کابل هوايي ډګر کې یو ایرانی د نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شو

اړوند خبرونه:

د نشه‌يي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي

ایران له افغانستانه د صنعتي نشه‌يي توکو قاچاق ډېرېدلو اندېښمن کړی

طالب چارواکو د کابل په هوايي ډګر کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د یوه ایراني وګړي د نیولو خبر ورکړی. د طالبانو د سرحدي ځواکونو ویاند، عابدالله فاروقي، ویلي چې دغه کس هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې له څلور کیلوګرامو ډېر هیرویین له کابل څخه استانبول ته ولېږدوي.

ښاغلي فاروقي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: “زموږ ځواکونه تل چمتو دي او توانېدلي چې د قاچاق کوونکو پلانونه په نطفه کې شنډ کړي.”

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق ستونزه لا هم یوه لویه ننګونه ګڼل کیږي. د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) څه موده وړاندې ویلي وو چې افغانستان لا هم د نړۍ د ۸۵ سلنه تریاکو د تولید سرچینه ده.

د طالبانو حکومت واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی، چې له امله یې د نشه يي توکو په بیو کې د پام وړ لوړوالی راغلی دی. خو د مصنوعي نشه يي توکو تولید او قاچاق لا هم یوه جدي ستونزه پاتې ده.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور یو شمېر کسان نیول شوي دي، چې په کې بهرني وګړي هم شامل دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button