Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیاست

کابل کې د غالیو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د نوي لمریز کاله پیل سره سم، په کابل کې په ۱۲۰ غرفو کې د غالیو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د دغه ننداتون تر سره کوونکي محمد آصف یعقوبي نن سه شنبه مارچ ۲۲ (ورې دوهمه) امریکا غږ ته وویل چې له دغه نندارتون څخه یې هدف د غالیو صنعت ته د چارواکو او خلکو د توجه جلبول دي.

ښاغلي یعقوبي زیاته کړه چې د هوايي دهلېزونو په بندېدو سره، د غالیو په صادراتو کې کموالی راغلی دی: “له دغه ځای (افغانستان) څخه اروپا او امریکا ته مخامخ پروازونه نسته،هر وخت چې د هوانوردي لوی شرکتونه دلته راشي، بیا کولی شو چې له کابل څخه امریکا او اروپا ته واستوم.”

د تیر کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له کابل څخه دامریکا متحده ایالاتو، اروپا، متحده عربي اماراتو، چین او منځنۍ اسیا ته هوايي دهلېزونه بند شول. خو ښاغلي یعقوبي وویل چې اوس یوازې د پاکستان او ترکمنستان له لارې اروپا ته صادریږي.

نور یی ولوله | طالبان: د انجونو شرعي او ملي معیارونو برابر لباس ته دې پام وشي

د غالیو د یوه صادراتي شرکت مسؤل نصرت الله فروتن امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د سیاسي تحوالاتو اواقتصادي بحران وروسته د غالیو بازار له رکود سره مخ شوی دی. ښاغلي فروتن زیاته کړه چې د دوی د شرکت صادرات ۸۰ سلنه کم شوي دي او په داخلي بازارونو کې هم خلک د اقتصادي ستونزو له امله نشي اخیستلی. هغه وویل: “خلک بېکاره دي او عاید نلري، د دې توان نلري چې زموږ وطني غالۍ واخلي. مخکې ښه وو،هر چا کار کوی، خلکو کولای شوای له خپلو لاسي صنایعو څخه یې استفاده کړې وای.”

پر همدې مهال د غالیو صادراتي شرکتونه د مالي او فني ملاتړ نشتوالی، د موادو د بیو زیاتوالی،نړیوال بازار ته نه لاس رسی، د خامو موادو کمبود او ټیټ کیفیت، د غالیو اوبدلو د ځانګړو پارکونو نشتوالی، د افغانستان د صنایعو په وړاندې د ګاونډیو هیوادونو سیاستونه او پخپلو نومونو د افغانستان د غالیو صادرول په دغه برخه کې له مهمو ستونزو څخه یادوي.

خو د غالیو د صادراتو د نشتوالي سربیره په افغانستان کې د غالیو تولید کې زیاتوالی راغلی دی.د غالیو اوبدلو ټولنې ارقام ښيي چې په ۱۴۰۰ کال کې ۹۰۰زره مترمربع قالینې په افغانستان کې تولید شوي دي،په داسې حال کې چې تیر کال دغه ارقام ۷۰۰زره مترمربع و.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button