سیمه‌ییز

کرزي د نجونو د زده کړو په اړه د مسلمانو هېوادونو له وروستۍ غونډې ملاتړ وکړ

حامد کرزي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې نور د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیزي

اړوند مطالب:

زلمی خلیلزاد: اسلام اباد کې د نجونو د زده کړو کنفرانس تبلغاتي شکل لري

د اسلامي هېوادونو له لوري «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زده‌کړو» په تړاو په اسلام اباد کې له جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې وروسته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغې غونډې له پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ.

هغه پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنیز دفتر نن دوشنبه د (مرغومي ۲۴مه) په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر د اسلامي هېوادونو له لوري د نجونو د زده‌کړو ملاتړ غونډه د نجونو د زده‌کړو برخه کې مهمه وبلله او له شویو پرېکړو څخه یې هرکلی وکړ.

په یاده غونډه کې د اسلامي هېوادونو دننه د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د خنډونو او فرصتونو په تړاو د بېلابېلو هېوادونو د استازو له لوري ګډ بحثونه وشول او ان پر طالبانو د نجونو د زده‌کړو د بندیزو له کبله توندې نیوکې وشوې.

په یاده خبرپاڼه کې حامد کرزي له طالبانو یو ځل بیا غوښتي چې د افغان نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې بېرته پرانېزي، څو د ټولنې دغه برخه هم د هېواد په پرمختګ کې ځانګړی رول ولري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button