کورني خبرونه

کرزی طالبانو ته؛ د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزئ

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له طالبانو د نجونو د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه وکړه

پخواني ولسمشر حامد کرزي بار، بار له طالبانو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون غوښتنه کړې خو سره دې بیا هم د ولس دغه مشروع غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

هاخوا نړیوالې ټولنې او په کور دننه ولس او سیاسي مشرانو له طالبانو د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کوي، خو طالبان د ناڅرګندو دلایلو له مخې ددوی پر وړاندې د زده کړو دروازې بندې ساتلي دي.

زده کړې د پرمختګ لار

د افغانستان پخواني ولسمشر د لوی اختر د مبارکۍ په پيغام کې يو ځل بيا له طالبانو غوښتي، چې په هېواد کې دې د «نجونو او هلکانو» پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

حامدکرزي په دې پيغام کې طالبانو ته ويلي: « تعلیم مو د پرديو له احتیاجه د خلاصون او پرمختګ لاره ده.»

نور ولولئ:  له ښوونځو د افغان نجونو راګرځول؛ اوس یې مدرسو ته مخه کړې ده

نور ولولئ: افغانستان کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران نیول شوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن یکشنبه پر خپله اېکس پاڼه د لوی اختر د مبارکۍ په پېغام کې ويلي، چې علم د ټولنې د بسيا کېدو سره مستقيم تړاو لري او باید «نجونو او هملکانو» ته د زده کړو فرصتونه برابر شي.

afghan (51)
افغان زده کوونکي

نوموړي له طالبانو غوښتي: « بيا هم پر اسلامي سرپرست حکومت غږ کوم، چې د هېواد د خير او فلاح لپاره ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي تر څو وطن مو له احتیاجه خلاص او د ترقۍ پر لار روان شي.»

د زده کړو او روزنې ملي فرصتونه باید رامنځته شي

کرزي هيله څرګنده کړې، چې د ټولو لپاره باید د زده کړو او روزنې مساوي فرصتونه زيات، د ملي ارادې د پوهاوي او استازيتوب زمينه برابره او د پخوا په څېر ملي يوالۍ پياوړی شي.

هغه په دې پيغام کې په افغانستان کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله د زيانمنو کورنيو سره هم غم شريکي کړې او پر مرسته کوونکو ادارو يې غږ کړی، چې خپلې مرستې جاري وساتي او د دې کورنيو لاس نيوی وکړي.

پخواني ولسمشر اشرف غني هم پرون شنبه د لوی اختر په درشل کې په خپل اختریز پیغام کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې د ټوپک او کوتک په زور مشروعیت نه شي تر لاسه کولای، باید د خلکو غوښتنو ته پاملرنه وکړي او خلک دي چې حکومتونو ته مشروعیت وربخښي.

طالبان لا هم د نجونو پرمخ د ښوونځیو د خلاصون اراده نه لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button