سپورټ

کرکټ؛ افغان ملي لوبډله به نن له بنګله دېش سره د سریز وروستۍ لوبه کوي

اړند خبر:

کرېکټ؛ د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش برخلیک نن ټاکل کېږي!

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان لوبډله نن بنګله دېش سره د یو ورځنۍ لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ وروسته لوبه نن(سه‌شنبه، د تلې ۲۲مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور نیمې بجې پیل شي.

تر دې وړاندې دوه لومړنۍ لوبې افغان لوبډلې ګټلې او لوبلړۍ یې په خپل نوم کړې ده.

د روانې یو ورځنۍ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې هم افغان لوبډلې د بنګله‌دېش ملي لوبډلې ته د ۸۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

کرېکټ؛ افغان ملي لوبډلې له بنګله‌دېش څخه یو ورځنۍ لوبلړۍ وګټله

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپوهنې په برخه کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو او د ۴۳ اورونو په لوبولو بنګالۍ لوبډلې ته ۱۹۱ منډې هدف وټاکه.په دویمه پاڼې کې بنګالۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو اېله ۱۰۹ منډې جوړې کړې او دویمه لوبه یې هم افغانستان ته وبایلله.

د توپ اچونې په برخه کې دوو افغان لوبغاړو «راشد خان» پنځه وېکټې او «عظمت عمرزي» درې وېکټې ترلاسه کړې.

د توپوهنې په برخه کې افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ تر ټولو زیاتې ۹۵ منډې جوړې کړې، او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button