کرېکټ؛ افغان ملي لوبډلې له بنګله دیش سریز په خپل نوم کړ
افغانستان په ورځنیو سیالیو کې بنګله دیش ته ماته ورکړه او سریز یې په خپل نوم کړ
د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه افغانستان په پنځو وېکټو وګټله او دې سره یې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.
د افغانستان په لوبه کې د رحمان الله ګوربز ۱۰۱ او د عظمت الله عمرزي ۷۰ منډو خورا مهم رول درلود. عمرزی چې ناسوځېدلی پاتې شو، لومړی یې له ګوربز سره او بیا یې له محمد نبي سره خورا په زړه پوري ملګرتیا وکړه او افغانستان یې بري ته نژدې کړ. عمرزي په دې لوبه کې څلور وېکټې ترلاسه کړې او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.
د رحمان الله ګربز اتمه سلیزه
رحمان الله ګوربز بیا په ۲۲ کلنۍ کې په یو ورځنیو لوبو کې اتمه سلیزه وکړه، چې په دې عمر کې یوازې د هند سچن ټنډولکر او د سویلي افریقا ډي کاک همدومره سلیزې کړې وې.
رحمان الله ګوربز اوس له دې حسابه له ویراټ کوهلي هم مخکې شو، چې په ۲۲ کلنۍ کې یې ۷ سلیزې درلودې. د رحمان الله ګوربز یو بل ریکارډ دا شو، چې د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې سلیزې لري. له ده مخکې افغان لوبغاړی محمد شهزاد ۶ او رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ بیا پنځه پنځه سلیزې لري.
د دې لوبې پچه د بنګله دېش لوبډلمشر وګټله او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
نور ولولئ: افغان ملي اتلان او بنګله دیش نن برخلیک ټاکونکي لوبه کوي
نور ولولئ: افغان ملي لوبډلې بنګله دیش ته په لوی توپیر ماته ورکړه
نور ولولئ: د بنګله دېش او افغانستان تر منځ یو ورځنۍ کرېکټ لوبې نن پیلېږي
د بنګلهدېش لوبډلې ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۴ منډې وکړې. په دې کې د محمدالله د ۹۸ او د لوبډلمشر مهدی حسن میراز ۶۶ منډې شاملې وې. افغان لوبډلې بیا د لوبې په ۴۹ اوور کې په داسې حال کې دغه هدف پوره کړ، چې ۱۱ توپونه او پنځه وېکټې یې لاپاتې وو.
محمدالله د بنګله دېش د توپ وهنې پاڼۍ په وروستي توپ ‘رناوټ’ شو
د بنګله دیش پر وړاندې د افغان بالرانو بال
د افغانستان له اړخه توپ اچونه کې عظمتالله عمرزي ۴ او محمد نبي او راشد خان یو – یو لوبغاړی وسوځاوه.
افغانستان دې لوبې لپاره په لوبډله کې کوم بدلون نه و راوستی، خو د بنګله دېش په لوبډله کې دوه بدلونونه لیدل کېدل.
د بنګله دېش له اړخه نن د لوبډلمشر نجم الحسین شانتو پر ځای، چې تېره لوبه کې ټپي شوی و، ذاکر حسن او د چټک توپ اچوونکي تسکین احمد پر ځای ناهید رانا اخیستل شوي وو.
۲۲ کلن ناهید په ښی لاس چټک توپ اچوي او دا یې د بنګله دېش ملي لوبډلې لپاره لومړنی رسمي یو ورځنۍ لوبه وه.
د یادونې ده چې د دغو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي افغانستان په ۹۲ منډو ګټلې خو دويمه يې بيا د ۶۸ منډو په توپير بايللې وه.
د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو لوبو په نوې درجه بندۍ کې بنګله دېش اتم ځای او افغانستان نهم ځای لري.