Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

کورنیو چارو وزارت ایران ته ناقانونه سفر ممنوع اعلان کړ

کورنیو چارو وزارت د نیمروز ولایت له پولې ایران ته غیرقانوني سفر ممنوع اعلان کړ. په نیمروز کې امنیتي چارواکي وايي، چې د کورنیو چارو وزارت د حکم پر بنسټ، په دغه ولایت کې ایران ته د سفر ټولې ناقانونه لارې تړل شوې دي.

ورته وخت کې د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس وایي چې د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې پر بنسټ، نورو هېوادونو ته په ناقانونه توګه د هېوادوالو پر سفر بنډیز لګېدلی او ټولو پوله ساتو ځواکونو ته یې لارښوونه کړې چې ګاونډیو هېوادونو ته د هېوادوالو د ناقانونه تګ مخه ونیسي.

د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رییس صدیق الله نصرت وویل:«افغانستان د جوړېدو په لور روان دی او افغانان دې هڅه وکړي چې خپله انرژي په خپل هېواد کې مصرف کړي او دا موضوع د دوی د خوشحالۍ او عزت لامل کېږي.»

د کاپيسا ولایت اوسېدونکی محمد نبي له خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو سره نیمروز ته راغلې او غواړي له ناقانونه او قاچاقي لارو ایران ته ولاړ شي. هغه درې ورځې کېږي چې له خپلې کورنۍ سره د زرنج ښار په یوه هوټل کې ایران ته د تلو لپاره په تمه دي خو پوله یې پر تړلې ده.  وزګاري او بې وزلي هغه لاملونه دي چې محمد نبي یې اړ کړی ترڅو د ایران پر لور له خپلې کورنۍ سره ناقانونه او له خطرونو ډک سفر غوره کړي.

نور یی ولوله | د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو لپاره د کابل کوربتوب

د کاپیسا اوسېدونکی محمد نبي څرګندوي:«د ویزې او پاسپورټ د اخیستو وس مو نه درلود، اوس چې نیمروز ته راغلي یوو، وايي چې اسلامي امارت مرز یې تړلی دی. له دغو ماشومانو سره چېرته ولاړ شوو.»

یو شمېر نور ځوانان چې دوی هم غواړي په ناقانونه او قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي، د پولې د تړلو په غبرګون کې وایي، که د سرپرست حکومت مسوولین ورته په کور د ننه  د کار زمینه برابره کړي، هېڅکله به دومره له خطره ډکه لار غوره نه کړي.  د کاپیسا اوسېدونکی حشمت الله هم څرګندوني:«د کار زمینه نشته، هېچا ته کار نه پیدا کېږي او ټول اړ دي چې د نفقې د پيدا کولو لپاره سفر وکړي او چېرته ولاړ شي.»

د کاپیسا بل اوسېدونکی فقیر احمد وايي:«راضي نه یوو چې له هېواده چېرته ولاړ شوو؛ خو اړ یوو.» دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نهو میاشتو راهیسې نیمروز ولایت د ډله ییزې کډوالۍ په پوله بدل شوی چې د بې وزلۍ او وزګارۍ له کبله د خطرونو په منلو سره غواړي په ناقانونه لارو ایران ته واوړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button