لوبې

کیرن پولارډ له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د محدود اورونو فارمیټ لوبډلمشر کیرون پولارډ نن د چهارشنبې په ورځ له نړیوال کرکټ څخه د تقاعد اعلان وکړ.

پولارډ، چې دا مهال د هند په روان پریمیر لیګ کې د ممبۍ انډینز لوبډلې استازیتوب کوي، په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پوسټ په خپرولو سره د خپل ۱۵ کلن لوبیز ژوند څخه د تقاعد اعلان وکړ.

هغه لیکلي:((زه د غوراوي کمېټې، د لوبډلې مدیریت او په ځانګړې توګه د روزونکي فیل سیمونز څخه مننه کوم چې په ما کې یې وړتیا لیدلې او د هغه باور لپاره چې دوی زما د کیریر په اوږدو کې په ما درلود.))

نور یی ولوله | فایق د تازه شوی بریدونو په اړه امنیت شورا ته شکایت کړی دی

“موږ په نوي حکومت غږ کوو، داسې حکومت چې ادعا کوي چې موږ خپلواک یو او موږ هر ډول پریکړه کولی شو او هیڅوک زموږ په پریکړه کې لاسوهنه نشي کولی. دا به تاسو ته فرصت درکړي چې په 24 ساعتونو کې پریکړه وکړي.” دا په دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی د پاکستان له خوا د افغانستان د محرمیت د سرغړونې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه جاوېد سنګدل وویل: “زه فکر کوم چې نن ورځ افغانستان او د افغانستان استازي په ښه حالت کې نه دي چې دا ډول اقدام وکړي، او دا ډول کړنې په تېرو وختونو کې هم شوي او پایله یې لا معلومه نه ده.” پخواني ډیپلوماټ عزیز معارج وویل:«د ډیپلوماتیکو اصولو پر بنسټ پر خوست او کونړ د پاکستان له بریدونو وروسته چې د بهرنیو چارو وزارت سفیر احضار کړی و، ملګرو ملتونو ته شکایت کول یوه اصولي لار ده.

دغه ۳۳ کلن لوبغاړی خپله نړیواله لوبه په ۲۰۰۷ کال کې د سویلي افریقا پر وړاندې په یو ورځنۍ لوبې سره ترسره کړه او خپله وروستۍ نړیواله لوبه یې د فبروري په ۲۰مه په کلکته کې د هند پر وړاندې ترسره کړه.

د هغه د ډیرو لاسته راوړنو او ریکارډونو ترڅنګ یوازینی دریم توپ وهونکی دی، په یو اور کې شپږ، شپږیزې وهي. هغه دا کارنامه ۲۰۲۱ کې د سریلانکا په وړاندې په شل اوریزو لوبو کې ترسره کړه.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button