سیمه ییز خبرونه

یو ایرانی چارواکی: بې اسناده افغانان سرحدي یرغلګر دي

یوه ایراني چارواکي ویلي، د ایران پر پوله راوښتونکي افغانان سرحدي یرغلګر دي

دغه ایران چارواکی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغانستان ته د ۲۶۰ کسانو شهیدانو جسدونه راوړل شول او دا ټول هغه کسان وو چې د ایران د پوله ساتو لخوا د ایران او افغانستان پر پوله په ډله ییز ډول شهیدان کړل شول.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېسیون غړي شهریار حیدري «بې اسناده» افغان کډوال «د سرحدي یرغلګرو» په نامه یاد کړي دي.

حیدري وايي، د بې اسناده افغان کډوالو شمېر په ایران کې «دوه مېلیونو» ته رسېږي او ټینګار یې وکړ چې «د هغوی نا قانونه اوسېدل په هیڅ ډول د منلو نه دي.»

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو پلان

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي شهریار حیدري د ان لاین خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:« موږ لږ تر لږه شپږ کاله وخت ته اړتیا لرو، چې دغه وګړي په نښه او له خپل هېواده یې وباسو، سره له دې چې زموږ موخه افغان وګړي دي؛ خو د عراق، پاکستان او بنګله دېش خلک هم په ایران کې اوسېږي.»

نور ولولئ: د ایران له خوا د لسګونو افغانانو پر وژلو د طالبانو د رژیم چوپتیا

نور ولولئ: ایران له افغانستانه د صنعتي نشه‌يي توکو قاچاق ډېرېدلو اندېښمن کړی

د ایران د پارلمان دغه غړي په مرکه کې چې د جمعې په ورځ د تلې ۲۷مه خپره شوه وویل، هغه افغانان چې له پخوا راهیسې په عراق کې اوسېدل او وروسته ایران ته کډه او همدلته باتې شول هغوی نه افغانان دي، نه عراقیان او نه هم ایراني هویت لري. هغه وویل چې په ایران کې د هغوی ستونزه هم باید هواره شي.

دغه ایرانی چارواکی داسې مهال په ایران کې بې اسناده افغان وګړو ته پر هغه هېواد «د سرحدي یرغلګرو» ټکی کاروي چې د ایران له‌خوا د افغانانو لپاره شرایط سخت شوي او د بې اسناده افغان کډوالو ایېتنې هم زور اخیستی.

د بشري حقونو د څار سازمان غبرګون

د بشري حقونو د حال وش سازمان د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ایراني پوله ساتو پر هغو افغانانو برید کړی چې ایران ته وراوښتل او له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

له دغه خبر سره سم د بشري حقونو ګڼو بنسټونو پر ایران نیوکې وکړې او په دې برخه کې یې د رڼو پلټنو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې ایرانیانو ۲۶۰ افغان کډوال شهیدان کړي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button