لوبې

یونس خان: له افغانستان کرکټ بورډ سره له کار کولو مې ډېر خوند واخیست

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې لنډمهاله پاکستانی پښتون روزونکی یونس خان وایي، چې له افغانستان کرکټ بورډ سره یې له کار کولو ډېر واخیست.

یونس خان، چې د کرکټ د نړۍ له غوره لوبغاړو څخه دی، له افغان ملي لوبغاړو سره په متحده عربي اماراتو سره د روزونکي په توګه لنډمهاله دنده ترسره کوي او لوبغاړو په نیمګړتیاو کار کوي.

نوموړي له افغان لوبغاړو سره د کار په اړه پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي:((د افغانستان کرکټ بورډ سره له کار کولو مې ډېر خوند واخیست، چېرته چې په ابوظبهۍ له تکړه افغان لوبغاړو سره مو یو په زړه پوری کیمپ ترسره کړ.))

هغه افغان لوبغاړو ته د نیکو هیلو په څرګندولو سره لیکلي دي:((هیله ده چې افغان کرکټ وده او زیات پرمختګ وکړي او هغه لوبډله شي چې د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي.))

بلخوا افغان لوبغاړي هم یاد کیمپ ګټور ګڼي او وایي چې په دې کیمپ کې، هغه تېروتنې چې موږ درلودې تر ډېره مو اصلاح کړې او روزونکو یونس خان او عمر ګل راسره ډېره خواري وکړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button