Uncategorized

یونسیف: د کلیوالي ښوونځیو د سپارلو په اړه طالبانو سره خبرې کوو

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي، له طالبانو سره د کلیوالي ښوونځو په اړه خبرې کوو

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره د کلیوالي ښوونځیو د سپارلو پر امکاناتو خبرې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو نړیوالو مرستندویو موسسو ته ویلي چې نور دې د افغانستان په تعلیمي پروژو کې نه ښکېلېږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ډاډ

یونسیف وايي چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ډاډ ورکړی چې د دوی کلیوالي ښوونځي به، چې تر ۵ لکه ډیر ماشومان او ماشومانې پکې زده کړې کوي، کار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د یونسیف ویندوی سمنتا مورت رویټرز خبري اژانس ته وویل:«په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو د مخکښې ادارې په توګه یونسیف د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له چارواکو سره په رغنده خبرو بوخت دی او د طالبانود حکومت د پوهنې وزیر له لوري د دې ژمنې ستاینه کوي چې وايي ټول کلیوالي ښوونځي/ ټولګي به تر هغو پرانیستي وي چې خبرې دوام کوي.»

نور ولولئ: افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځې کيږي خو طالبان یې پرانستلو لپاره لا هم تګلاره نه لري

یونسیف وايي، دا ډیره مهمه ده ځکه چې تر هغو چې دا ښوونځي افغاني موسسو ته سپارل کېږي او بشپړه ستراتیژي جوړېږي، د دغو ښوونځیو د زده کړو په کار کې به ځنډ نه راځي.

تر دې وړاندې یونسیف ویلي و چې د هغو راپورونو په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي چې پر اساس یې ویل کېږي چې طالب مشران نه‌غواړي بهرنۍ موسسې په مستقیم ډول د پوهنې په سکتور کې دخیل واوسي.

یونسیف په وروسته پاتې سیمو کې فعالیت کوي

یونیسف د ۱۵ افغان او ۱۲ نړیوالو ناحکومتي موسسو په همکارۍ د افغانستان په وروسته پاتې او لیرې پرتو سیمو کې ۲۱ زره کلیوالي ښوونځي جوړ کړي دي.

دا ښوونځي په هغو سیمو کې چې ښوونځي په‌کې نه‌شته، د خلکو په کورونو یا حجرو کې جوړ شوي او افغان ماشومانو ته د پوهنې د وزارت د نصاب کتابونه تدریس کېږي.

ویل کېږي چې د طالبانو په حکم کې راغلي چې دا کلیوالي ښوونځي به کورنیو مرستندویو ډلو ته وسپارل شي.

طالبانو په ځلونو ادعا کړې چې ژر به د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي، خو اوس کافي بودیجه نه‌لري او په تعلیمي نصاب کې یې بدلون نه‌دی راوستی. شننونکي وايي چې نصاب که څه ستونزه نشته بلکې دا هسې بهاني دي چې حاکم چارواکي یې کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button