یوې پولنډی ښځې غور ولایت کې اسلام قبول کړ

د افغانستان غور ولایت کې هغه پولېنډۍ مېرمن چې له یوې موسسې سره يې کار کاوه، مسلمانه شوې ده او د اسلام مبارک دین يې قبول کړی دی.نوموړې دیو افغان دین عالم په مښکې کلیمه وویله هغه اوس په افغانستان کې ژوند هم کوي.
د معلوماتو له مخې، دغه ښځې له څه وخت راهيسې په غور ولایت کې په یوه موسسه کې کار کاوه، چې د اسلام مبارک دین څخه د متاثره کېدو وروسته مسلمانه شوې ده.د دغه ښځې نوم اکنشیکا و، چې له مسلمانېدو وروسته پرې د بي بي مریم نوم ایښودل شوی دی. هغه د یوه دیني عالم په مخکې کلمه وویله او مسلمانه شوه.نوموړې وای اوس ایله په ژوند پوهه شوه.
په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دغه ښځه په غور ولایت کې د ځايي خلکو څخه متاثره شوې وه، ځکه په یوه موسسه کې يې کار کاوه او له خلکو سره تګ راتګ ډېر و، له مسلمانېدو وروسته نوموړې د یو ځايي کس محمد صمدي سره کوژده کړې ده.

د يادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې ډېری نامسلمانان د اسلام له مطالعې وروسته مسلمانېږي او بیا نورو خلکو ته هم د مسلمانېدو دعوت ورکوي.دوی وای چې اسلام د سکون او انسانیت دین او باید ټول خلک همدالاره غوره کړي.
هېره دې نه وي چې ګاونډ ي هېواد پاکستان کې هم اکثریت هلکان بهر نه جینکو سره ودونه کوي او بیا ېې خپل هېواد کې مسلمانوي هم. سوشل میډیا کې هم په دې هکله مختلف چینلونه مرکې هم کوي او د دوی نه د دوی ژوند په اړه پوښتنې کوی.