نړیوال خبرونه

۴ هېوادونه د طالبانو د بشر ضد تګلارو په خاطر د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت کوي

څلور هیوادونه تصمیم لري او وايي، د طالبانو د بشري ضد اقداماتو په خاطر د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت کوي

استرالیا، جرمني، کاناډا او هالنډ طالبانو ته ګواښ کړی چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو په خاطر به د عدالت نړیوالې محکمې ته د اقدام کولو لپاره مراجعه وکړي.

څلور هیوادونو په یوه ګډ بیان کې طالبان د ښځو د حقونو د سرغړونو مسوول بللي او ویلي یې دي چې دا ډله باید هغه مسولیت پرځای کړي چې د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو په کنوانسیون کې یې یادونه شوې ده.

په دغه کې کوم هېوادونه شامل دي؟

د ډي پي اې د راپورله مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننالینا بایربوک ویلي، غواړي چې نن چهارشنبې په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې ترڅنګ د اسټرالیا، کاناډا او هالنډ له بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري او په دې اړه خبرې وکړي.

نور ولولئ: ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی

نور ولولئ:  امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

د ګډې اعلامیې په مسوده کې چې یوه کاپي یې ډي پي اې آژانس ترلاسه کړې، څلورو واړو هیوادونو د طالبانو ترواکمنۍ لاندې افغانستان کې د بشري حقونو پراخې او منظمې سرغړونې غندلي دي.

afghan 2024 09 25t171121.111

دغو هیوادونو ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تربلې خراب شوی او په ځانګړي ډول ښځې او نجونې د دې مستحقې دي چې د بشړو بشري حقونو درناوی یې وشي.

د څېړنې لپاره نړیوالې محکمې ته

استرالیا، جرمني، هالنډ او کاناډا همداراز خبرداری ورکړی چې که وضعیت بدل نه شي، دا موضوع به د څیړنې لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي.

تر ثانوي اطلاع په دروغي پلمه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په نوم حتي د نجونو پر غږ بندیز لګولی دی.

اوس افغانستان د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو له نظره د نړۍ تر ټولو ناوړه ځای بلل کېږي. د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات حتي د اسلامي هیوادونو وګړي هم نه شي تصور کولی.

سره له دې چې پر طالبانو نړیوال فشارونه دوام لري او د ښځو پر وړاندې ددوی د ځپونکي دریځ نرمښت غواړي، خو لا هم طالبان لا تر اوسه دې ته تیار نه دي چې د ښځو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیزي او خپل حقوق ورکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button