نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

آلمان کی يو افغانی د کليسا صلیب او فرنیچری ماتی کړی

 افغانستان افغانستان

آلمان  کی د يوه افغان له خوا  د کليسا د ړنګول شویو توکو له بیا جوړیدو  څخه د مسلمانانو د ليګ حمايت د آلمان د مسلمانانو ليګ د تورينګن ایالت د فراونبيرګ کليسا د تخريب شويو توکو د  د لګبښت بیا جوړونی لګښت  په ادا کولو کې ونډه اخلي.

يوه افغان د اکتوبر میاشتې په پای کې ظاهراً د مذهبي دلايلو پر اساس په دغه کليسا کې توکي تخريب کړي. د آلمان په ايرفورت ښار کې د پروتسانت کليسا له اړخ  د پنجشنبې په ورځ ويل شوي چې د آلمان د مسلمانانو ليګ د ۵۰۰ يورو په ورکړې سره د عيسی عليه السلام د تخريب شوې مجسمې په جوړولو کې ونډه اخیستې. د آلمان د مسلمانانو د ليګ مشر بلال المجديدي په دې تړاو ویلی زه پوهيږم دا مبلغ ډېر لږ او يواځی  سمبوليکه بڼه لري خو هدف  یې دا ده چې د کليسا ټولنه دا فکر ونه کړي چې مسلمانان د دې ناوړه اقدام پلويان دي او هغه ښه بولي.

هغه زياته کړه چې دا پېسې هغه او د دې ټولنو د مشرتابه غړيو د بسپنې په توګه ورکړي المجددي ویلی  چې د کليسا توکو ته زيان رسول غير اخلاقي عمل وو او د اسلام له تعليماتو سره سمون نه لري. د پروتستانت کليسا يوه لوړ پوړي چارواکي اندرياس شوارڅه د مسلمانانو دا ګام د  دينونو ترمنځ  د تماس د پله جوړولو يو آګاهانه سمبول او د ديالوګ د نه قطع کولو تقاضا بللی.

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

يوه په خټه افغان ۲۵ کلن مسلمان په اکتوبر میاشت کې د کليسا فرنيچر او نور وسايل دباندې اچولي وو او د دې کليسا صليب محراب او نور توکي کې ویجاړ کړي. کليسا ټولنې په دې منځ کې د دې توکو د تخريب له امله  حقوقي دعوا کړې 

او په عين حال کې د پخلاينې او مصالحې پلوي کوي د آلمان په ايرفورت ښار کې د پروتسانت کليسا له خوا د پنجشنبې په ورځ ويل شوي چې د آلمان د مسلمانانو ليګ د ۵۰۰ يورو په ورکړې سره د عيسی عليه السلام د تخريب شوې مجسمې په جوړولو کې ونډه اخیستې ده.

يوه په خټه افغان ۲۵ کلن مسلمان په اکتوبر میاشت کې د کليسا فرنيچر او نور وسايل دباندې اچولي  او د دې کليسا صليب، محراب او نور توکي کې تخریت  کړي  د کليسا ټولنې په دې منځ کې د دې توکو د تخريب له امله حقوقي دعوا کړې ده اوس مهال  کې د پخلاينې او مصالحې پلوي کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button