اقتصاد او سوداګريژوند

آيا طالبانو رښتيا په جنسي پاروونکو وسایلو بندیز لګولی؟

په افغانستان کې یوشمېر درملتونونو او خلکو ادعا کړې چې طالبانو د کانډومونو، د امیندوارۍ ضد درملو او جنسي پاروونکو وسایلو پلور حرام او بند کړی دی، خو آیا طالبانو ریښتیا هم دغسې یو حکم صادر کړی؟

په هرات کې د مصطفي په مستعار نوم د یوه درملتون مسوول وايي، طالبانو ورته ویلي چې پېرودونکو ته کانډوم او د امیندوارۍ ضد درمل ورنه کړي:” له څو ورځو راهیسې طالبان درملتونونو او د درملو عمده پلورونکو ته وايي چې د کانډومونو، جنسي پاروونکو جلونو او درملو له پلورلو ډډه وکړي.”

هغه زیاته کړه:” طالبان دغه روغتیايي وسایل او درمل د شریعت خلاف او د کفارو عمل بولي.”

د دغه درمل پلورونکي په خبره طالبانو ویلي چې د امیندوارۍ ضد پر هغو درملو بندیز نشته چې جنسي پاروونکي ځانګړنه ونه لري.

سره له دې چې په کابل او بلخ ولایتونو کې هم د یوشمېر درملتونونو مسوولان ورته کیسه لري خو د طالبانو ادارې د عامې روغتیا وزارت دا خبر رد کړ.

نور ولولئ: د مهمو خوړو خوړل جنسي ځواک او قوت زياتوي

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان  د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبانو په افغانستان کې د امېندوارۍ ضد درملو او وسایلو پلور منع کړی؟ وايي:” دا موضوع حقیقت نه لري.”

خو د جنسي اړیکو پر مهال د کاریدونکو ځینو روغتیايي وسایلو او کانډومونو د پلور په اړه یې څه ونه ویل.

افغان مدني فعالان وايي د خلکو د ژوندانه په بیلابیلو اړخونو د طالبانو محدودیتونو ستونزې ډېرې کړې دي

مدني فعال سبحان رستګار وايي:” د طالبانو دا پریکړه به لومړی او وروستۍ نه وي، تردې وړاندې یې هم بېلا بېلو محدودیتونو خلکو ته سخت ټکان ورکړی چې له دې ډلې د جامو پلورنځایونو کې د لباس له نانځکو د سرونو پرې کول، په تبلیغاتي تابلوګانو کې د انځور په خپرولو بندیز لگولی دی.”

د ۲۰۲۱ميلادي کال د اګست مياشتې راهیسې له کله چې طالبان دویم ځلې واک ته رسېدلي، په افغانستان کې یې بیلابیل محدودیتونه لګولي.

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو، پوهنتونونو کې د نجونونو د تحصیل پر دوام بندیز او نادولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډول یې هغه محدودیتونه دي چې په کور دننه او بهر کې کلک غبرګون له ځان سره لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button