ژوند او ټولنهسات تيري

د مهمو خوړو خوړل جنسي ځواک او قوت زياتوي

جنسي اړیکې په ټولنه کې له اړینو ضروریاتو څخه دي چې د دواړو لورو رضایت پکې ډیر مهم دی

ډېری کسان د خوړو په خوړلو کې له ستونزو سره مخ کيږي او په غلطه داسې کيمياوي مواد خوري چې ګومان کوي هغه خواړه به يې جنسي ځواک پياوړی کړي خو وروسته يې بدن ته زيان رسوي.

د قوي او مهمو خوړو له ډلې يو یې هم لونګ دي چې له نورو ګټو سره-سره د نارينه جنسي ځواک لوړوي.

يوه طبي څېړنه ښيي، چې لونګ د eugenol په نوم يوه ماده لري او دغه غوړلرونکې ماده د وينې جريان ګړندی کوي. هر کله چې د وينې جريان د eugenol مادې په وسيله تېز شي، نو نارينو کې کمزورې جنسي لېوالتيا پورته کوي او جنسي ځواک لوړيږي.

د جنسي ځواک له لوړېدو ورهاخوا لونګ داسې ځانګړنې هم لري، چې د سرطان مخه ونېسي. په يوه سروې کې ښودل شوي چې لونګ سرطاني حجرې نمو ته نه ورکوي.

لونګ يو څه تريخ خوند لري او همداسې نه خوړل کېږي. که چېرې د لونګ دانې يا مېده شوي پوډر يې په وريجو، غوښې او نورو خوراکونو کې پاخه شي نو د غذا خوند به ښه او روغتيايي ګټې به يې تر لاسه کړئ.

د لونګ طبعي بوټي تر څنګ ځيني نور خواړه هم د جنسي ځواک د لوړيدا او ښه کېدو سبب کيږي

د ميوو له ډلې کيله ډېرې ګټې لري او جنسي تمايل زياتوي. د ځينو ارواپوهانو له نظره که چيرې کيله له مستو سره يو ځای وخوړل شي نو جنسي ځواک دوه چنده کوي او د جنسي تمايل د ډېرېدو سبب هم کيږي. د انارو دانې هم د جنسي قوت زياتېدو سبب کيږي. د شاتو په اړه هم ويل کيږي چې روغتيا ته ګڼې ګټې لري او هم جنسي ځواک زياتوي.

نور ولولئ: ملګری ملتونو شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زياتي ښکار کيږي

د نورو خوړو په اړه ويل کيږي چې پياز د جنسي ځواک لوړولو لپاره ډېر ګټور دی. د جنسي اړيکو ځينې کارپوهان وايي چې خام پياز خوړل جنسي ځواک ته ډېر اړين دي او هر هغه څوک چې له دې ناحيې ګيله من وي پياز یې تر ټولو غوره او آسانه درمل دي.

د جنسي قوت لوړلو لپاره ښه ده چې د کيمياوي موادو پر ځای له طبيعي خوړو استفاده وکړي، د طبيعي خوړو خوړل هيڅ ډول روغتيايي ستونزې نه لري او د بدن نورو غړو ته هم ګټور دي. هغه څه چې خلک په غلطه له کيمياوي موادو او دواګانو استفاده کوي. د ډاکټرانو له مشورې پرته د کيمياوي درملو کارول د عقيم کېدلو لامل هم ګڼل کيږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button