Uncategorized

“آیر العربیه” هوايي شرکت به ژر کابل ته الوتنې پیل کړي

د متحده عربي اماراتو هغه هوايي شرکت چې د ټکټونو بیې یې تر نورو ارزانه دي، کابل ته به الوتنې پیل کړی

داد متحده عربي اماراتو دویم هوايي شرکت دی چې افغانستان ته الوتنې پیلوي.

د متحده عربي اماراتو “ایر عربیه” هوايي شرکت پرون (جدي۶مه) اعلان وکړ چې ددې الوتنو مهالویش به هره ورځ وي او هره ورځ به کابل-دوبۍ ته الوتنې پیلوي.

دغه ارزانه هوايي شرکت چې مرکز یې په شارجه کې دی، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جنوري له لسمې نیټې څخه به کابل ته د ورځې یو مستقیم پرواز پیل کړي.

د یاد شرکت رییس له مساپرو سره خپله ژمنتیا ښيي

ددې شرکت رئیس عادل ال علي وویل، چې کابل ته د پروازونو پیل کول یې “مساپرو ته د ژمنتیا نښه ده ترڅو په ارزانه بیه هوایي سفر چمتو کړي او نوي مسیرونه ولټوي.”

یوه ورځ وړاندې طالبانو هم اعلان کړی و چې ایر عربیه هوايي شرکت د مرغومي په ۲۰ مه کابل ته الوتنې پیل کوي.

د ایر عربیه په ویب پاڼه کې لیدل کیږي چې مسافرین کولی شي د متحده عربي اماراتو له شارجې او د ترکیې له استانبول څخه کابل ته د جنوري له لسمې وروسته د پرواز ټکټونه وپیري.

نور ولولئ:  د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ سیاسي اړیکې؛ له افغان ملت سره د عربي اماراتو مرستې

نور ولولئ: فلای‌دوبۍ شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

د ایر عربیه د ویب پاڼې د نرخونو له مخې، له شارجې څخه کابل ته د یو طرفه پرواز ټکټ بیه شاوخوا ۲۶۹ ډالره ده.

له دې وړاندې د فلای دوبۍ په نوم شرکت کابل ته الوتنې پیل کړې وې

د متحده عربي اماراتو بل هوايي شرکت “فلای دوبۍ” تیره میاشت لومړنی نړیوال هوايي شرکت شو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې افغانستان ته پروازونه له سره پیل کړل.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستان څخه د امریکا د بیړني وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر ته څېرمه په یو ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي سرتیرو په شمول لږترلږه ۱۷۰ کسان ووژل شول.

د کابل هوايي ډګر بشپړ فعالیت د افغانستان د زیانمن شوي اقتصاد د بیا رغونې دپاره مهم بلل کیږي.

د فلای دوبۍ تر څنګ، د افغانستان کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونه اوس مهال له کابل څخه د دوبۍ، مسکو، اسلام اباد او استانبول په ګډون څو ځایونو ته محدود خدمات وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مساپرو د کام ایر هوايي شرکت له لوړو بیو شکایت کاوه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button