اقتصاد او سوداګري

اتریش هېواد کې د اورګاډي پر لوډسپیکر د هیټلر وینا خپره شوې

اتریش کې د یوه ښاري اورګاډي پر لوډسپیکرو‌ د نازي جرمني د مشر اډولف هیټلر د وینا خپرېدو مساپر حیران کړي دي

دا پېښه پرون یکشنبه شوې

د اورګاډي‌ پر سپیکرونو د نازي جرمني د مهال ځینې شعارونه هم خپاره شوي چې ظاهرا د هیټلر وینا ته راټول شوي خلک یې ورکوي.

‌په اورګاډو کې عموما د تمځایونو، لارې او منزل اعلانونه خپرېږي

د دغه لاین کارکوونکي وايي په دې وروستیو ورځو کې دا ډول څو نورې پېښې هم شوې.

د برېګېنڅ – ویانا ترمنځ د اورګاډي یوه مساپر خبريالانو ته ویلي چې ټوله سپرلۍ د هیټلر وینا خپرېدو له کبله هک پک وه.‌

د اتریش پارلمان کې د زرغون ګوند یوه استازي ډېویډ سټوګ موېلر وايي چې د نازي جرمني د مشر وینا، ویانا ته د (OEBB Railjet 661) لیکې اورګاډي له رسېدو لږ وړاندې پر مخابره خپره شوې.

هغه وايي‌: “موږ دوه برخې واورېدې لومړی ۳۰ ثانیې د هیټلر وینا وه او بیا مې ورپیسې Sieg Heil (د بریا لپاره) شعار واورېد.”

د نوموړي په وینا د اورګاډي عمله په دې ونه توانېده چې دغه غږیز پیغام بند او خپل عادي‌ اعلانات خپاره کړي.

دی زیاتوي چې: “د عملې یو غړی خورا خواشینی و.”

د اتریش د اورګاډو ادارې «او‌ يي بي بي» یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی د خپرې شوې محتوا مسوولیت نه اخلي.

په دې اعلامیه کې چې خبريالانو ته هم استول شوې راغلي: “موږ اوس داسې انګېرو چې دا پیغامونه دې مستقما ټرین کې د سپرو کسانو لخوا مخابره شوي وي. دا موضوع مو پولیسو ته راجع کړې.”

رپوټونو کې راغلي چې په دې تړاو د دوو کسانو خلاف شکایتونه هم ثبت شوي

بلخوا ښاغلی سټوګ موېلر وايي چې د دغه اورګاډي یو مساپر او یوې زړې ښځې چې د نازيانو له یوه پنډغالي ژوندې راوتلې، ده ته په دې تړاو بریښنالیکونه استولي.

دی وايي ښځې ژړل.

اډولف هیټلر اتریش کې زېږېدلی او په ۱۹۱۳ ميلادي کال چې لا زلمی و، جرمني ته کډوال شوی.‌

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button