هنر او ادب

اتڼ د امریکا د ویسکانسن پوهنتون په نصاب کې شامل شو

افغان ملي اتڼ د امریکا متحده ایالاتو د ویسکانسن دولتي پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په درسي نصاب کې شامل شوی دی

دا لومړی ځل دی چې اتڼ په نړیواله کچه د داسې یو مشهور پوهنتون په نصاب کې شاملېږي.

د ویسکانسن پوهنتون د نڅا څانګې مشر مایکل اسټینیچ وايي: د افغانانو د کلتور او د هغوی په ټولنه کې د اتڼ د ارزښت په اړه له څېړنو وروسته یې دا دودیزه نڅا په خپل نصاب کې شامله کړې ده.

نور ولولئ: موسيقي څه شی ده او څنګه رامنځته شوه؟

نوموړی وايي: “کله چې مو په لومړي ځل په ټولګي کې دا نڅا له محصلینو سره یو ځای تجربه کړه، ټوله خونه انرژۍ، جوش او ستاینې پر سر واخیسته.”

د دغه پوهنتون د نڅا برخې استادان د اتڼ اوږده تاریخ، بېلا بېلو بڼو او په دغه نڅا کې همغږۍ حیران کړي، او وایي چې لا یې اوږده لار په مخ کې ده تر څو د افغانانو په څېر اتڼ زده کړي.

د ویسکانسن پوهنتون د نڅا د څانګې مرستیاله لیزا سنډرسن وايي: “هغه څه چې زما د اتڼ په اړه ډېر خوښ شول، د دې نڅا په زړه پورې بڼه او د هغې خورا اوږد تاریخ دی.”

مېرمن سنډرسن وايي، اوسمهال یې زده کوونکي په بېلابېلو برخو کې ستونزې لري. هغه وايي: “دا څرخېدل پکې ډېر په زړه پورې او سخت دي. د اتڼ کوونکو تر منځ همغږي ډېر په زړه پورې وو.”

د ویسکانسن پوهنتون د ښکلو هنرونو محصلین او استادان اتڼ ته یوازې د نڅا په سترګه نه ګوري

بلکې پکې نغښتي کلتوري ارزښت، یووالي، ښکلا او په دې نڅاکې د مشر یا لارښوونکي رول ته پام کوي. دوی وایي چې اتڼ يوازنۍ داسې نڅا ده چې مشر لري او یووالی تمثیلوي.

نور ولولئ: ښکلي هنرونه او په افغانستان کې یې اوسنی حالت

وینامیک شیري چې د اتڼ په زده کړه بوخت دی وايي: “د یو امریکایي په توګه زما لپاره دا نڅا څه مانا لري؟ ما د ټولنې په اړه ډېر څه وموندل. ټوله ډله یوځای کار کوي او دا ډله یو مشر لري او ټول دغه مشر تعقیبوي، ټول یوځای کار کوي د یوې ټولنې په شان؛ دا نڅا د یووالي لپاره خورا ښکلې ده.”

د ویسکانسن پوهنتون د اتڼ یوه بله زده کوونکې جوسټر سټیون وايي، هغه څه چې د اتڼ په اړه یې ډیر خوښ شوي، هغه پدې نڅا کې د اخلاص موجودیت دی

د ویلو وړ ده چې افغان ملي اتڼ د امریکا د وېسکانسن دولتي پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د نڅا په څانګه کې چې د دغه پوهنتون افغانو استادانو نجیب الله ازاد او د هغه میرمنې ثروت ازاد په هلوځلو په رسمي ډول په نصاب کې شامل شوی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button