نړیوال خبرونه

اداری فساد سره د مبارزې په هکله د مالیې وزارت د راپور ورکولو غونډې ترسره شوه

اداری فساد سره د مبارزې په هکله د مالیې وزارت د راپور ورکولو غونډې ترسره شوه.د ولسمشر غني په مشرۍ اداري فساد سره د مبارزې په اړه د مالیې وزارت د راپور ورکولو غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې د مالیې وزارت مسوولینو اداري فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو د تطبیق لپاره خپل تخنیکي پلان له جمهوررئیس سره شریک کړ.دوی زیاته کړه، د مالیې وزارت پلان د بودجې، تعهداتو، تدارکاتو، د قراردادونومدیریت، ورکړو او تفتیش په شپږو محورونو کې ترتیب شوی دی.په دې غونډه کې د یاد پلان پر بېلابېلو برخو خبرې او ټینګار وشو چې د پلان د ښه والي ترڅنګ دې له وزارتونو او نورو ټولو ادارو سره هم شریک شي.

جمهوررئیس غني وویل، د دولت په برنامو اومجموع کې اداري فساد سره د مبارزې بهیر د شفافیت او موثریت په برخه کې دې خلکو ته واضح روایت ایجاد او له هغو سرچینو څخه چې د دولت په واک کې دي، په شفافه او اغېزناکه توګه استفاده وشي.ولسمشر غني څرګنده کړه، مالیې وزارت فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو د تطبیق په برخه کې د حکومت د رهبرۍ ملاتړ او د ټولو ادارو همکاري له ځان سره لري.

همداراز جمهوررئیس په بله جلا ناسته کې د مالیې وزارت او یو شمېر نورو وزارتونو او خپلواکو ریاستونو له مسوولینو سره د مالیې وزارت د پلان په اړه خبرې وکړې.په دغه ناسته کې د راتلونکي کال وسط بودجې په لګښتونو کې د اصلاحاتو راوستو، له یو بل سره د اړوند ادارو د لازیاتې همکارۍ، د بودجې پر لګښتونو د لازم دقت او د نظر تجدید او چمتووالي په اړه خبرې او ټینګار وشو.

fb img 1626062060764

ولسمشر غني وویل د کال وسط بودجې په ارزونه کې د هغو ادارو بودجه چې تراوسه یې پروژې نه دي پیل شوي، نورو تطبیق وړ برنامو ته په پام کې ونیول شي.همدا ډول څرګنده شوه، وزارتونه دې له څلور میلیارد ډالري مرستې څخه د موثرې استفادې په موخه لازم ظرفیتونه ایجاد او په قراردادونو او نورو بېلابېلو برخو کې هم شفافیت رامنځته کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button