Uncategorized

اردوغان وايي، ناټو له اسرائیلو سره همکارۍ ته دوام نه شي ورکولی

د ترکیې ولسمشر د ناټو په غونډه کې وویل، ناټو ددې توان نه لري چې له اسرائیلو سره دوامداره همکاري وکړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د اسراییل له دولت سره د ناټو د همکارۍ دوام ناشونی دی ځکه تل ابیب چې د نسل وژنې په تور محاکمه کېږي، په دوامدار ډول د الزاماتو په پلي کولو کې پاتې راغلی.

د اناتولي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، اردوغان جمعه‌شپه د جولای پر ۱۲مه د امریکا پلازمېنې واشنګټن کې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان «ناټو» مشرانو له ناستې وروسته یوه خبري ناسته جوړه کړې ده.

هغه ټینګار کړی: «د اسراییل دولت چې زموږ د ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو څخه یې سرغړونه کړې، ممکنه نه ده چې له ناټو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. اسراییل، د نسل وژنې په تور محاکمه کیږي، په دوامدار ډول د الزاماتو په پلي کولو کې پاتې راغلی.»

اسرائیلو د ټولې سیمې امنیت ګواښلی

هغه څرګنده کړې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دولت د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کوي او هېڅ قانون په رسمیت نه پیژني.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې یادونه کړې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د متحدینو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ته اړتیا ده.

نور ولولئ: ترکیه: نن د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو رایه اچونه کېږي

نور ولولئ: ښایي ترکیه له امریکا څخه ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکي ونه پیري

اردوغان زیاته کړې: «موږ یو داسې هېواد یو چې مخامخ له داعش سره پر جګړه بوخت یو او له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له خپلو متحدینو څخه د ملاتړ تمه لرو.»

afghan (87)

په شنګهای سازمان کې د غړیتوب غوښتنه

د ترکیې ولسمشر په خبره، انقره باید اوس مهال د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره د دایمي غړي په توګه هم یو ځای شي.

رجب طیب اردوغان د غزې په تړاو د بنیامین نتانیاهو د سیاستونو یو اصلي منتقد دی.

په غزه کې د اسراییل وروستي پوځي کړنو د ډېرو هېوادونو، ان د تل ابیب د متحدینو، په ځانګړې توګه د امریکا نیوکې هم راپارولي دي.

د همدې اوونۍ د چهارشنبې ورځ د اسراییل پوځ د غزې په سوېل کې د ستر ښار پر فضا اعلامیه غورځولې او له فلسطینیانو یې غوښتي چې له سیمه پرېږدي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button