نړۍ خبرونه

ترکیه: نن د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو رایه اچونه کېږي

د ترکیې په لړمړي پړاو ټاکنو کې یوه نوماند هم ۱+۵۰ رایه پوره نه کړې چې له همدې امله یې ټاکنې دوهم پړاو ته وغځېدې.

په ترکیه کې نن خلک د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو په لړ کې رایه ورکوي. اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان پکې د حکومت مخالفې ټلوالې نوماند کمال کیلیچدار اوغلو سره مخامخ دی.‌

په لومړي پړاو کې ښاغلی اردوغان تر نورو مخکې و خو دا چې د ټولو رایو له نیمو یې نه وې خپلې کړې، ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې.

اړوند مطالب:

ترکیه : افغانستان سره د ښه سیاسي اړیکو باندې ټینګار وشو

په ترکیه کې ویجاړونکې زلزله

ښایي ترکیه له امریکا څخه ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکي ونه پیري

 

دواړو نوماندانو په دویم پړاو کې د بري ډاډ ښودلی.

دا ټاکنې د ترکیې پر وخت سهار اته بجې پیلېږي او مازدیګر پنځه بجې به بندېږي. په نوره نړۍ کې د ترکانو د رایو اچول پای ته رسېدلي دي.

تر دویم پړاو ټاکنو پیلېدو مخکې اردوغان د ترکیې د هغه پخواني لومړي وزیر قبر ته ورغی چې د ۱۹۶۰ کال له کودتا وروسته پوځ‌ اعدام کړ.

اردوګان او ننګونې

له ولسمشريزو ټاکنو مخکې د وروستۍ ورځې ټاکنيزې هلې ځلې په پای ته رسېدو وې. داسې حال کې چې اوږدمهال ولسمشر رجب طیب اردوګان يو داسې څه سره مخامخ دی یا و، چې سياسي ژوند کې یې تر ټولو سخته ننګونه بلل شوې ده.

ښاغلی اردوګان، چې نظرپوښتنو کې تر شا ښکاري، استانبول کې یې خپلو پلويانو ته وينا کوله او ویل کېږي چې د وینا پر مهال د تېر په نسبت وارخطا ښکارېده.

د ده سېکيولر سيال کمال قيلیچداراولو هم استانبول کې له ښاروال سره، چې څلور کاله مخکې يې د ښاغلي اردوګان نوماند ته کلکه ماته ورکړه، په ګډه ګرځي او قیلیچدار ښکاره ملاتړ کوي.

ښاغلي قيليچدار اولو ځوانانو ته د رسېدو هڅه او د دې ژمنه کوي، چې ډيموکراسي به پر ځای کوي او له لوېديځ سره به اړيکي بيا ښې او خپل پخواني حالت ته راګرځوي.

د اردوګان د ولسمشرۍ موده

رجب طیب اردوغان تېره شل کاله د ترکیې ولسمشر پاتې شوی. په ترکیه کې د بیو لوړوالی او د ژوندانه لګښتونه لوړ شوي دي.

په لومړي پړاو کې د رایه اچولو کچه ۸۸٫۸ سلنه ښودل شوې وه او اردوغان پکې له کیلیچدار اوغلو نژدې ۲٫۵ میلیون رایې مخکې و.‌

د دواړو نوماندانو سترګې پر هغو پاتې اتو میلیونو رایو دي چې په لومړي پړاو کې صندقونو ته نه وې اچول شوې، خو دا ځل به پر تېرو رایو ور اضافه کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button