Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

اروپايي ټولنه : له افغانانو ملاتړ ته ژمن یوو

د اروپايي پارلمان رییسه روبرتا متسولا وايي، دا پارلمان له افغانانو ملاتړ ته ژمن دی. ښاغلې میتسولا د دې پارلمان عمومي ناستې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې کار او عامه ځایونو ته د ښځو پر تګ د بندیز په اړه اندېښمنه ​​ده.

د اروپا د پارلمان رییسه

د اروپا د پارلمان رییسې د ښځو او نجونو پروړاندې د طالبانو د ژمنو پر نه پلي کېدو نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې د ښځو په برخه کې د تېرو شلو کلونو د بریاوو له لاسه ورکولو ته اندېښمنه ده. د اروپا د پارلمان رییسه روبرتا متسولا زیاتوي: «د اروپا پارلمان د افغانستان خلکو ته ژمن دی، نه واکمنو ته یې. طالبان غواړي ښځې په صحنه کې نه وي. موږ له هغوی غواړو چې پرمختګ وکړي، موږ به تر هغه وخته د هغوی د غږ پیاوړي کولو ته دوام ورکړي، چې وکړای شي، په ټولنه کې بېرته خپل ځای خپل کړي.

معترضه مهدیه محمدي وايي: «د ښوونځیو تړل کېدو او سپورټي ځایونو بندېدو ښځو ته ډېرې ستونزې پیدا کړي، د پرمختګ لارې یو پر بل په‌سې تړل کېږي او موږ غواړو د ښځو لپاره چې کوم ځایونه ځانګړي شوي، بېرته پرانیستل شي. له دې سره هم‌مهاله، د اسیا او اقیانوسیه لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې رییسې په ټولنه کې د حضور پر پيکه کېدو او په عمومي ځایونو کې د هغوی د حضور پر مخنیوي نیوکه کړې ده.

نور یی ولوله | خاکېجبار کې د ښونځیو د ودانیو نه شتون

نور یی ولوله | سیف علی خان د خپل د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو په اړه څه ویلي؟

بل خوا د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول له یوې اروپايۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي، چې هڅه کوي، له ډيپلوماټيکو لارو طالبان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو خوندېتوب ته چمتو کړي. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل  وايي: «یوازیني څه چې موږ یې اوس لرو، سیاسي او ډيپلوماټيک قناعت دی، خو اوس څرګنده نه ده، چې دا موضوع به چېرته ورسېږي، موږ په ډاګه وایو چې له طالبانو سره اړیکې نه لرو، خو په ۴۰۰ میلیونه یورو سره به د کابل له سقوط راوروسته د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو.

د ښځو د حقونو فعاله  

د ښځو د حقونو فعاله  مریم نایبي وايي: «کله چې په خپله ټولنه کې د کار، زده‌کړو او تحصیل حق و نه‌لري او و نه‌شي کولای ازادانه ژوند وکړي او خپلې ورځنۍ ټولنیزې چارې پر مخ یوسي؛ نو دوی هېواد پرېښودو ته اړ کېږي. بل خوا د اسلامي امارت ویاند وایي، چې اسلامي شریعت په رڼا کې په هېواد کې ښځو ته د کار او فعالیت حق ورکول کېږي

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button