نړیوال خبرونه

سیف علی خان د خپل د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو په اړه څه ویلي؟

د بالیووډ نواب، اداکار سیف علي خان خپلو مینه والو ته له ټولنیزو رسنیو څخه د لیرې والي او نه استعمال په اړه په زړه پورې دلیل وړاندې کړی دی.

سیف علي خان

سیف علي خان له یوه هندي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې له ټولنیزو رسنیو سره د یوځای کېدو ډېره هڅه وکړه، خو په خپل نوم یې یو اکونټ پیدا نه کړه، بلکې د ده د نوم له وړاندې ګڼ شمېر اکونټونه موجود وو سیف علي خان زیاته کړه چې هغه داسې احساس کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره ګډوډي ده او سراسر دروغ دي، نو ځکه خو دی خپله له ټولنیزو رسنیو لېری دی

نور یی ولوله | د کرکټ ملي لوبډلې خپل یونیوفورم بدل کړ

نور یی ولوله | یو شمېر سوداګرې ښځې د مناسب بازار نه‌شتوالي اندېښمنې کړي

نور ېې څه ویلي؟ 

هغه زیاته کړه چې دی دروغ ویلی شي خو کله چې تاسو ټولنیزې رسنۍ کاروئ نو پر تاسو به د نورو د ستاینې فشار هم وي، نو ځکه وایي، چې زه په همدې حالت کې خوښ او خوشحاله یم.

د یادولو وړ ده چې د بالیووډ دغه اداکار په دې وروستیو کې خپور شوی فلم (ویکرم ویدها) کې د هغه د رول له امله ستایل کیږي، په داسې حال کې چې هریتیک روشن هم په فلم کې مهم رول لوبولی دی

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button