سیمه ییز خبرونهکورني خبرونهنړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او ویې ویل چې دا مرسته

اروپايي ټولنې افغانستان کې اغېزمنو او له پاکستانه تازه راستانه شویو کډوالو څخه د ملاتړ او لاسنیوي لپاره د ۶۱ میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

دې ټولنې پرون «سه‌شنبه د لړم ۱۶مه» په خپره کړې خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې د مرستو یوه برخه یې پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته هم ځانګړې شوې.

د افغان کډوالو جبري ایستلو اندېښنې راپارولي

په خبرپاڼه کې افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه هم ښودل شوې ده. د شوې مرستې له ډلې به یې ۶۰ میلیونه یورو افغانستان کې د بشردوستانه فعالو سازمانونو او یو میلیون یورو به یې پاکستان کې اړوند سازمانو ته ورکړل شي.

اروپايي ټولنې ټينګار کړی چې د یادې ټولنې له لوري تازه مرسته به افغانستان کې د خوړو کمښت ستونزه تر یوه برید حل کړي، داسې حال کې چې د دغه هېواد نیمايي وګړي د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي.

نور ولولئ: د افغان کډوالو د ایستو په اړه د اسلام اباد پر وړاندې غبرګونونه

نور ولولئ: حنیف اتمر: له اختلاف سره سره بیا هم له طالبانو سره همکاري کوم

یادې ټولنې زیاته کړې چې په ځانګړې شوې بودیجه به د افغانستان لوېدیځ هرات کې زلزله‌ځپلیو ته د روغتیايي خدمتونو سربېره، څښاک اوبه او خواړه برابر شي.

د مرسته شویو پیسو یوه برخه به د هغو افغان کډوالو د ملاتړ او لاسنیوي لپاره هم ولګول شي چې تازه افغانستان ته راستانه شوې دي.

اروپايي ټولنې له دې وړاندې د روان میلادي کال په ترڅ کې افغانستان سره ۹۴ میلیونه یورو بشردوستانه مرسته کړې ده.

افغان کډوال افغانستان کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

هغه کډوال چې له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي، دلته له بې کارۍ سر ټکوي او شکایتونه یې دادي چې د کار زمینه ورته نه ده برابره. همداراز دوی سرپناه، کافي خواړه، روغتیايي خدمات او نور سهولتونه نشته او یا ډېر کم دي. هغه کډوال چې کومو لاریو موټرو کې یې کډې راوړي، ښځې او ماشومان یې په هغو موټرو کې ویده کېږي، خو طالبان بیا وايي چې د دوی لپاره به کمپونه جوړوي او خدمات به ورته وړاندې کوي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان پرځېدلي ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، چې د کډوالو راتګ به پر بهرنیو مرستو تکیه لا ډېره کړي او په افغانستان کې په بحران ته لار هواره کړي.

د یادونې وړ ده چې لا هم پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او زندان ته اچول دوام لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button