نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو څلورو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله مخ په زیاتیدونکي ډول د بشري او طبیعي ناروینو سره مخ دی

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اقلیم بدلون به پر دغه هېواد کې د نورو ستونزو او ننګونو ترڅنګ پر خلکو د نور فشار سبب هم شي.

ارپايي ټولنې لیکلي:” د اقلیم بدلون پر موږ ټولو اغیز کوي، خو افغانستان د دغه بدلون ترنورو ډیر زیانمنوونکو هېوادونو کې شامل دی او د ۱۸۱ هیوادونو په نوملړ کې یې ۱۷۶ ځای نیولی دی. ډیر پرله پسې ناورینونه لکه وچکالي او سیلابونه به د افغانانو ژوند لا د ګواښونو سره مخ کړي.”

نور ولولئ: که طالبانو عملیات پیل کړئ وي دغه عملیات د قطرد تړون خلاف دۍ ـ اروپایي ټولنه

اروپايي ټولنې چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې کابل کې په یوه غونډه کې د اقلیم د بدلون د کارپوهانو سره پر افغانستان د دغې پدیدې د اغیزو او ورته د حل لارو د لټولو په اړه بحثونه کړي دي.

د اروپايي ټولنې له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دې غونډې ګډونوالو افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړې ده

اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د اوږدو لسیزو جګړو او د وروستیو کلنو پرله پسې وچکالۍ ته په اشارې ویلي، د پرله پسې وچکالۍ دوام دا ښيي چې د اقلیم بدلون له وړاندې د افغانانو په ژوند ناسمې اغیزې کړي دي.

په دې اعلامیه کې افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ماموریت د شادردافیرې رافایلا لوډیس له قوله ویل شوي:” هرڅوک باید دا نښې جدي وګڼي او پر وړاندې یې اقدامات وکړي”.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه : له افغانانو ملاتړ ته ژمن یوو

همداشان افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن ویلي چې راتلوونکي ته په پاملرنې د اقلیم د بدلون پایلې به احتمالا په افغانستان کې د اوږدو لسیزو د جګړو د ورانیو پرتله لا افغانانو ته ډیر زیان ورسوي. اروپايي ټولنې ویلي چې دا ټولنه د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو او د مقابلې میکانیزمونو په موندلو کې له خلکو څخه ملاتړ کوي.

د ملګرملتونو د راپور له مخې د افغانستان اکثره برخې د تیرو دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ د اغیزو سره مخ دي

وچکالۍ له امله ددغه هیواد په جنوب لودیځو او جنوبي سیمو د ځمکې لاندې د اوبو زیرمنې کمې شوي او د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو زیرمې د ځمکې ډیرو ژورو برخو ته رسیدلي دي.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايې کابل کې زموږ ‘محدود شتون’ د طالبانو په رسمیت پېژندلو مانا نه لري

د چاپیریال د ساتنې کارپوهان په افغانستان کې د سختو سیلابونو راوتل او په سیلابونو کې خلکو ته د سر او مال د زیان رسیدل هم د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله ګڼي او وايي چې په دغه هېواد کې د اوږدې وچکالۍ له امله د چاپیریال ساتنې مسایلو ته ډیره پاملرنه نه ده شوې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button