سات تيري

اريان خان: واسطه نه لرم ځکه څوک وخت نه راکوي

دهېواد مشهورسندرغاړي اريان خان په خپله فسبوک اکاونټ ليکنه کړي، او په دې ليکنه کې يې د ملي تلويزون مشرتابه ننګولی او عین تر دې چې د تلویریون مشر ښاغلي میاخېل باندې سختې نیوکې هم کړي دي،

ښاغلي اریان زياته کړي چې د ملي تلويزون اوسنی ریس محمد اسماعيل مياخيل د افغان هنرمندانو په احساساتو ملنډي وهي هغوی ته وحت نه ورکوي او د هغوی استعدادونو خرابوي .هغه په خپله ليکنه کې کاږې چې دا ځل مي د افغانستان د ۱۰۱ کليزي لپاره ځيني ځانکړي هنري کارونه چمتو کړي وو. چې له هغې ډلې ملي سرود د يوه غږ او ملت په نامه جوړ کړی و، چې پکې تاريخي ټکي او شعارونه او دامان الله خان ياد هم پکي ذکر وو

نوموړۍ زياتوي ما د خپلواکۍ د جشن لپاره ځانکړی ملي سرود، د لپاره پوره پيکج، او د غني افغانستان سرود هم راسره وه ، او وطن ته مې نوري ملي تراني هم وړاندې کړې وې، اریان خان وايې چې يوه ماشت مخکي کابل ته راغلم او د ملي تلويزون له ریس سره مې اړيکه ونيوله او هغه ته مي د ملي سرود او ځينو هنري کارونو په اړه وويل. له هغه څخه مې د وخت اخيستلو غوښتنه وکړه تر خپلي هنري اثر مينوالو ته ډالۍ کړم

نوموړي ګيله کړې چې د تلویزویون مشر هغه چا ته وخت نه ورکوي چې واسطه ونلري ،هغه چا ته وخت ورکوي چې ولمسشر وپيژني ، وزير ، وکيل يا کوم بل سياستوال وپيژني. خو دی وايې چې واسطه مې نه وه، رشوت مې نشو ورکولای ځکه چاورته پاملرنه ونکړه ،

ښاغلي اریان خان سخته ناهيلي ښکاره کړي او ويلي دي چې نور په ملي تلويزون کې د دده لپاره او دده په څير د نورو تکړه هندانو لپاره ځای نشته ځکه دی زياتوي چې ملي تلويزون د مياخيل په انحصار کې دی له ملي تلويزون څخه يې شخصي شرکت جوړ کړۍ دۍ،

هغه د خپلي ليکني په وروستيو کې کاږي چې د ملي تلويزون مشر مياخيل په لوی د افغاني هنرمندانو استعدادونه ځپي. دی تور پوري کوي چې مياخيل نه غواړي افغان هنرمندانو ته وخت ورکړي. خو ولي له بله پلوه بيا له نورو ژبو سريالونه او سينمايې فلمونه را ژباړي. چې دا د افغاني هنرمندانو په ژوند او کار ناوړه تاثير کوي.
دی وايې چې په ملي تلويزون کې افغاني هنرمندانو ته چانس نه وي هغوی چيرته ولاړ شي په کوم ځای کې دنده وکړي او کوک ځاۍ کې خپل هنر وړاندې کړي،

اوس وخت کې دولت باید داسې خلکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او افغانستان ملي تلویزیون هم داسې هنرمندان باید له لاسه ورنکړي ځکه دا هم زمونږ سرمابه ده، دويي هم زحمتونه اوباسي او کوششونه کوي دولت باید ورته بودیجه څانګړې کړي ترڅو دويي په پوره توان سره خپل هنر خلکو ته وړاندې کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button