نړیوال خبرونه

استاذسیاف:د سولې خبرو لپاره باید سیاسی اجماع رامنځته شي

استاذسیاف:د سولې خبرو لپاره باید سیاسی اجماع رامنځته شي پخواني جهادي مشر او د حراست او ثبات شورا ریس عبدالرب رسول سیاف وایي، د سولې فردي هڅې د مذاکراتي ټیم د کمزورۍ لامل ګرځېدلې او باید ودرول شي.هغه وای باید سولې لپاره سیاسی اجاع رامنځته شي.

ښاغلی استاذ عبدالرب رسول سیاف چې نن یې په کابل کې د پخلاینې عالي شورا دویمې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې مذاکراتي ټیم د بشپړ ولس استازی دی او د ولس ښه استازیتوب یې کړی، چې اوس پر ولس حق لري قاطع ملاتړ یې وکړي او داسې هڅې ونشي چې د مذاکراتي ټيم د ضعف لامل وګرځي.نوموړي وړاندې زیاته کړه، هغه کسان چې د جوړجاړي لپاره فردي هڅې کوي، باید ودرول شي؛ځکه دده په خبره، مذاکراتي ټيم یو چینل دی او هر څوک چې کومه خبره لري،

کولای شي چې له مذاکراتي ټیم سره یې شریکه کړي او هغوی به بیا له مقابل خوا سره ورباندې وغږېږي.سیاف ددې تر څنګ طالبان تورن کړل چې د مذهب د موضوع په مطرح کولو سره یې د کابل د مذاکراتي ټيم د ویشلو هڅه کړې؛ خو په خبره یې،

دافغان سولې مذاکراتي ټيم خپل وحدت په ښه توګه وساته او د ولس ښه استازولي یې وکړه.د سیاف له قوله، د سولې لپاره اړینه ده چې دواړې غاړې اراده ولري او تر هغو پورې سوله شونې نه ده، تر څو د دواړو اړخونو اراده مشخصه شوې نه وي.

استاذ سیاف داسې مهال د سولې د فردي هڅو د درېدو غږ کوي، چې په کابل کې دننه یو شمېر جهتونه د سولې په پروسه کې ځان شریک نه ګڼي او هڅه کوي له طالبانو سره له خپل ادرسه خبرې وکړي.هغه ویلی باید اوس سولې ته اجماع رامنځته شي.اوپه یو اتفاق شو سره. تر څو مو هېواد مو دایمی سولې تا ورسیږي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button