ټکنالوجي

استرالیا هڅه کوي د سایبري بریدونو په وړاندې خپله ټکنالوژي پیاوړې کړي

د استرالیا حکومت له خپلو لویو بانکونو او بنسټونو څخه غوښتي چې له سایبري بریدونو سره د مقابلې د لارو چارو په موندلو کې ونډه واخلي او د نوموړو بریدونو په وړاندې خپله وړتیا وازمایي

د استرالیا حکومت دا اقدام د دې هیواد د څو لویو شرکتونو د پراخو مالوماتو له غلا کېدو وروسته وکړ او اوس مهال د نوموړي هېواد پر روغتونونو، بانکي سیستم او د بریښنا پر شبکې د احتمالي سایبري بریدونو د مخنیوي لپاره چمتو کیږي.

د استرالیا هیواد د کورنیو چارو وزیر کلر وانییل د سه شنبې په ورځ د روان ميلادي کال د اپریل میاشتې په ۱۱مه وویل چې په وروستیو سایبري بریدونو کې د نوموړي هېواد د مخابراتو او صحي بیمې په شان برخې په نښه کړل شوې دي او په میلیونونو کسانو ته زیان رسيدلی دی.

نوموړي خبرداری ورکړ چې سایبري بریدونه د هکرانو د بریدونو یوه وړه برخه ده چې تر اوسه لیدل شوې ده.

د استرالیا حکومت د سایبري بریدونو د مخنیوي په هدف له لویو موسساتو سره یو لړ لوی تمرینونه پیل کړي دي څو له هغوی سره مرسته وکړي چې د هکرانو په وړاندې مقابله وکړي کوم چې هڅه کوي مالومات غلا کړي.

د استرالیا د بانکدارۍ ټولنې اجرایوي مدیرې انا بلیه چې یو صنعتي بنسټ دی د سه شنبې په ورځ د نوموړي هیواد رسنیو ته وویل چې د سایبري امنیت تمرینونه چې حکومت تنظیم کړي له سایبري بریدونو سره د مقابلې په وړاندې د نوموړي بنسټ وړتیا لوړوي.

بلخوا د استرالیا د مالي خدماتو یو لوی شرکت د سه شنبې په ورځ افشا کړه چې هغو جنایت کارانو چې تېره میاشت یې د دې شرکت د مشتریانو حساس مالومات غلا کړي وو د پیسو غوښتنه کړې ده

پر لتتیود فایننشل شرکت سایبري برید ددې لامل شو چې د ۱۴ میلیونو مشتریانو مالومات او شخصي فايلونه غلا شي چې مالي اسناد او د موټر چلوونې د جواز او پاسپورتونو نمبرونه پکې شامل وو.

نور ولولئ: دايفون کاروونکو لپاره د خطر خبر

د استرالیا حکومت اوس مهال د نویو نورمونو او ژمنو درلودنکي د سایبري امنیت د یو نوي قانون د څیړنې په حال کې دی څو د نوموړي هېواد په ټولو دولتي ادارو کې د مالوماتو د ساتلو په هدف پلی شي.

خو له دې سره- سره چارواکو خبرداری ورکړی چې سایبري جنایتکاران مسلکي شوي او قدرت او موثریت یې د زیاتیدو په حال کې دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button